کلیوال بزګر په تېروتنه د فرانسې او بلجیم پوله بدله کړه

پوله

د عکس سرچینه، David Lavaux

د خپرېدو وخت

بلجیم کې یوه بزګر په بې پامۍ له فرانسې سره د خپل هېواد پوله بدله کړه چې ورسره یو بحث راپورته شو.

رپوټونو کې ویل شوي، د تاریخ یو ځايي مینه وال د سیمې په ځنګله کې ګرځېد، چې د پولې یوې نښې 'ډبرې ' ته یې پام شو چې دوه اعشاریه ۲۹ متره له خپله ځایه لېرې شوې ده.

په ظاهره داسې ښکاري چې د بلجیم کروندګر ته دا ډبره د خپل تراکتور د لارې خنډ ښکاریده، ځکه یې د فرانسې لور ته بېرته کړې ده.

خو د دې پېښې خبر د نړیوالې غوغا رامنځته کېدو پر ځای د پولې دواړو لوریو ته په خندا او موسکا سره واورېدل شوه.

د بلجیم ایرکیولاینس نومي کلي ښاروال ډېوډ لاوایوکس د فرانسې ټي ایف ۱ ټلویزیوني چېنل ته وویل:

''ده د بلجیم خاوره زیاته کړې او د فرانسې هغه یې کوچنۍ کړې ده، دا ښه خبره نه ده. دوه هېوادونه خو پرېږده، دغسې چارې د شخصي ځمکو څښتنانو تر منځ هم جنجالونه رامنځته کړي. ''

د فرانسې او بلجیم تر منځ ۶۲۰ کیلومتره پوله ده، چې په ۱۸۲۰ کال کې په واټرلو جګړه کې د نیپولین له ماتې پنځه کاله مخکې د 'کورتریجک ' هوکړې له مخې کښل شوې.

هغه ډبره چې بلجیمي بزګر له ځایه لېرې کړې په ۱۸۱۹ کال کې د پولې په نښه کولو پر مهال اېښوول شوې وه.

بلجیمي ښاروال په خندا سره زیاته کړه:

''زه خوښ وم، سیمه مې پراخه شوې وه، خو د بوزینس سورروک ښاروال نه منله. ''

کرونده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له کروندګره به اوس غوښتل کېږي چې ډبره بېرته پر خپل ځای کېږدي (ارشیف تصویر)

د ګاونډي فرانسوي کلي اوریلي ویلونیک ښاروال لا وایکس ډو نورد خبري شبکې ته په خندا وویل: ''موږ به وکولای شو، د پولې پر سر د یوې نوې جګړې مخه ونیسو. ''

د بلجیم ځايي چارواکي غواړي له کروندګر سره اړیکه ونیسي چې ډبره بېرته پر خپل ځای کېږدي او که داسې و نه شي، خبره به د بلجیم تر بهرنیو چارو وزارت پورې رسېږي او د بلجیم او فرانسې د پولې کمېسیون ناسته به رابلل کېږي چې له ۱۹۳۰ راهیسې یې هېڅ غونډه نه ده کړې.

ښاغلی لاوایوکس د بلجیم سودینفو وېبپاڼې ته وویل:

''که بزګر خپل ځای ته د ډبرې بېرته رسولو کې پاتې راغی، ښايي له قانوني تعقیب سره مخامخ شي. ''

دی زیاتوي:

''که یې ښه نیت وښود، دی به هېڅ ستونزه و نه لري موږ به په دوستانه انداز دا موضوع حل کړو. ''