بوډا په لرې ټاپو کې درې لسیزې یوازې اوسېدلی

د عکس سرچینه، image copyrightMauro Morandi
یو ایټالیایی بوډا له هغه ټاپو د سیمه ییزو چارواکو د پرلپسې فشار له کبله د وتلو لپاره تیارېږي چې نژدې ۳۲ کاله پکې یواځې اوسېدلی.
ماورو موراندي په ۱۹۸۹ کال بوډیلي ټاپو ته تللی و، خو ښکاري چې د ټاپو څښتنان یې له دې ټاپو د کوچېدو لېوال دي.
دغه بوډا ایټالیایي تېره یکشنبه پر خپل فېسبوک لیکلي وو: "ژر به وکوچېږم، هیله لرم د بودیلي ساتلو لپاره لازم ګامونه واخیستل شي لکه په تېرو ۳۲ کلونو کې چې ما ساتلی و."
موراندي چې د لوبو پخوانی ښوونکی و، بي بي سي ته په ۲۰۱۸ کال ویلي وو: "زه تلپاتې سرکښ انسان یم".
"دا چې زموږ په ټولنه کې ناانډولۍ ډېرې شوې وې، اړ شوم چې له ښاره لرې ټاپو ته وکوچېږم، هغه وخت مې له طبیعت سره نوی ژوند پیل کړ".
ده د خپل سمندري سفر په پیل کې خپل ځینې ملګري هم له ځان سره یوځای کړل او د ایټالیا ارخبیل لامادالینا ټاپو ته ولېږدېدل او هلته یې د خپل سفر د پاتې برخې د مالي لګښت پوره کولو لپاره کار پیل کړ.
خو کله چې بودیلي ټاپو ته ورسېدل هلته یې تقاعد ته نژدې یو ساتونکی ولید، موراندي همالته د پاتېدو هوډ وکړ، د ټاپو د ساتلو لپاره یې مټې بډوهلې او سیلانیانو ته به یې لارښوونې کولې.
هلته د ده د اوسېدو کلونه له ستونزو خالي نه وو، څو ځله یې د ایستلو هڅې وشوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
۸۵ کلن موراندي د ایټالیا حکومت ته یو وړاندیز وکړ چې بودیلي ټاپو کې یې اوسېدو ته پرېږدي او ددې لپاره یې د ۷۰ زره کسانو د تایید لاسلیکونه هم راغونډ کړل.
د تېرې یکشنبې په ورځ ماورو موراندي ګارډین ورځپاڼې ته ووویل، د بودیلي په ګاونډ لامادالینا ټاپو کې به خپل کوچني اپارتمان کې واوسېږي.
موراندي زیاتوي: "زما ژوند ډېر نه دی بدل شوی، لاهم سمندر لیدلی شم".






















