د اروپا هغه ټاپو چې خپله يې کډوال ور وغوښتل
د خپرېدو وخت
د یونان په ټاپو ګانو کې تر ۱۰ زرو ډېر کډوال همدا اوس هم په کمپونو کې اوسېږي او نشي کولی اروپا ته واوړي.
ډېری اوس د هغې پرېکړې پر ضد هم عریضه کوي چې غواړي دوی ترکیې ته ولېږل شي.
دا پلان د اروپايي ټولنې دی خو د یونان په یوه واړه ټاپو کې چې ټېلوس نومېږي چارواکي په لوی لاس کډوالې کورنۍ ور غواړي.
د ټاپو خلک کډوالو ته ځای او د کار حق ورکوي او هڅه کوي چې ټولنې ته یې ور ګډ کړي.