د عمران خان له انسټګرامه د هندي فلم کلپ ولې ډیلیټ شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
که یو لور ته د فېسبوک او انسټاګرام په څېر خواله رسنیو د پاکستان واکمن ګوند تحریک انصاف او د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان لپاره سیاسي ګټه کړې، نو کله نا کله د عمران خان له شخصي اکاونټونو ځینې خپاره شوي پیغامونه د ګوند او خپله ښاغلي خان لپاره د ناندریو لامل شوي، چې بیا وروسته دغه ډول مواد د نوموړي له اکاونټونو لېرې کړل شوي دي.
کټ مټ یو پیغام تېره شپه د ښاغلي عمران خان له انسټاګرام اکاونټه خپور شو، چې بیا څلور یا پنځه ساعته وروسته بېرته ډیلیټ کړل شو.
دغه پیغام کې د هند فلمي ستورو امیتاب بچن او قادرخان شریک فلم (انقلاب) یوه برخه شریکه شوې چې ۱۹۸۴ کال کې نندارې ته وړاندې شوی و.
له دې مخکې هم پر خواله رسنیو د عمران خان له رسمي حسابه جعلي خبرونه، ناتایید شوي ویډیويي کلیپونه یا د رابندرنات ټاګور خبرې د خلیل جبران په نامه خپرې شوې دي، خو هغه ټول جعلي بلل شوي.
د ډیجیټل رسنیو لپاره د لومړي وزیر خان سلاکار ارسلان خالد په دې هکله لومړی یوازې د خندا نښه (ایموجي) بي بي سي ته واستوله، خو وروسته یې وویل، دغه کلیپ د لومړي وزیر د انسټاګرام چلوونکي ټیم یوه غړي خپور کړی، ځکه په وینا یې د انقلاب فلم خپور شوی منظر هېواد کې له اوسني وضعیت سره سم دی او د پاکستاني اپوزېسیون د ناکرارۍ کټ مټ انځور وړاندې کوي.
ښاغلی ارسلان د ویډیويي کلیپ لېرې کولو لامل د معمول معیار ارزونه بولي، چې په وینا یې له هرو څو ساعتونو وروسته تر سره کېږي.
ښاغلی ارسلان زیاتوي لومړی وزیر عمران خان ټویټر ته پیغامونه خپله لېږي، خو د انسټاګرام پیغامونو لپاره یو ټیم هم کار کوي.
په فلمي کلیپ کې څه دي؟
د ښاغلي خان له انسټاګرام حسابه خپاره شوي فلمي کلپ سره لیکل شوي، ''فسادي مافیا له لومړۍ ورځې د تحریک انصاف ګوند پر ضد ورته توطئې جوړوي ''.
د فلم کلپ کې ممثل قادرخان د یوه مخالف سیاستوال په رول کې داسې حال کې لیدل کېږي چې د یوه ګوند غونډې ته وینا کوي او وايي: ''موږ حق لرو چې دې هېواد کې حکومت وکړو. ''
قادر خان په فلمي صحنه کې غونډې ته وايي، په ټاکنو کې باید رایې ترلاسه کړو او د دې لپاره اړینه ده، چې خلک پر اوسني حکومت بې باوره شي. هغه وایي:
"داسې چاپېریال باید چمتو شي، چې خلکو ته اوسنی حکومت، ناکاره، لټ او بیکاره ښکاره شي او خلک اړ شي چې د واک پر ګدۍ زموږ ګوند کېنوي. د دې لپاره باید موږ په ټول هېواد کې د ګډوډۍ او وېرې، ترهې چاپېریال رامنځته کړو".
د لومړي وزیر عمران خان پیغام له لېرې کېدو مخکې نژدې ۲۰۰ زره کسانو لیدلی او له هغه وروسته د خواله رسنیو کاروونکو پرې ګڼې نیوکې کړې.
د نیوکه کوونکو یو دلیل ښايي دا وي چې عمران خان په دا وروستیو کې پر هندي فلمونو له دې کبله نیوکې کړې، چې ګواکې دې فلمونو کې د ښځو رول د بڼې له کبله لغړتوب او بې حیايي خپرېږي، خو لومړي وزیر عمران خان بیا د بالیووډ پخواني فلمونه د اوسنیو هغو پرتله ډېر غوره بللي.




















