ایران د نطنز د بریدګر هویت له ایرانه تر وتلو وروسته په ډاګه کړ

د ایران رسمي رسنیو د نطنز اتومۍ بټۍ کې د مشکوک بریدګر رضا کریمي دا انځور خپور کړی

د عکس سرچینه، FARS NEWS AGENCY

د عکس تشریح، د ایران رسمي رسنیو د نطنز اتومۍ بټۍ کې د مشکوک بریدګر رضا کریمي دا انځور خپور کړی
د خپرېدو وخت

د ایران حکومتي تلوېزیون د یوه سړي انځور خپور کړی چې وايي، دا سړی د تېرې یکشنبې په ورځ د ایران پر نطنز اتومي بټۍ د برید تر شا و.

د ایران رسمي خبري رسنیو د استخباراتو او ملي امنیت د وزارت سرچینو له خولې ویلي، دا سړی رضا کریمي نومېږي چې د یادې بټۍ کارمن و او تر برید څو ورځې مخکې له ایرانه وتلی دی.

د ایران تلوېزیون ویلي، چارواکو "د هغه د نیولو او هېواد ته یې د راستنولو لپاره قانوني ګامونه" پیل کړي دي.

ایراني چارواکو د برید پړه نېغ په نېغه پر اسراییلو اچولې او دا یې د نطنز پر اتومي بټۍ د اسراییلو مخربانه عمل بللی و.

اسراییلو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو عمومي راډیو د استخباراتي سرچینو له خولې ویلي، دا د موساد عملیاتي برید و.

سرچینې وايي، د برید ویجاړي تر هغې کچې ډېره ده چې ایران اعلان کړې ده.

ایران اعلان کړی چې د یورانیمو د بډایه کولو چاره یې په سلو کې ۶۰ ته لوړه کړې ده.

دا هغه کچه ده چې د ۲۰۱۵ کال د اتومي هوکړې پربنسټ یې اجازه نه شته.

د ایران د اتومي انرژۍ سازمان مشر علي اکبر صالحي د جمعې په ورځ وویل، ایران اوسمهال په نطنز اتومي بټۍ کې هره ګړۍ نهه ګرامه تر ۶۰ سلنه بډایه شوي یورانیم تولیدوي.

صالحي د ایران فارس خبري اژانس ته ویلي په نطنز اتومي بټۍ کې د یورانیمو بډایه کول نه دي درول شوي.