د امریکايي پوځيانو په وژلو طالبانو ته د 'مسکو د پیسو ورکړې' ادعاوو په اړه څارګر لاهم شک کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
سپینې ماڼۍ منلې هغو ادعاوو ته هومره کافي دلایل نه شته چې ګنې روسیې په افغانستان کې طالبانو ته د امریکايي ځواکونو د وژلو بدل کې د جایزې ژمنه کړې وه.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن ویاند ویلي، د دغو ادعاوو د ریښتینولۍ په اړه د امریکا د څارګرې مشرتابه د باور کچه له "ټیټې کچې تر اوسط هغې" پورې اټکل شوې ده.
روسیې دا رد کړې چې ګنې دا ډول جایزې یې دې ورکړې وي.
بایډن د ۲۰۲۰ ټاکنو د کمپاین پرمهال پر مخکني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د همدې ادعاوو له کبله نیوکه کوله. ده ویلي وو چې ټرمپ ددغو ادعاوو له کبله له روسیې سره ځان نه مخامخوي.
دا خبرې وروسته تر هغه رامخې ته شوې چې د همدې مشکوکو ادعاوو له امله پر مسکو د امریکا نوي بندیزونه ولګول شول او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان شو.
د امریکايي څارګرو ادارو د ارزونې لومړنی رپوټ د ۲۰۲۰ په جولای میاشت کې "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې خپور کړ، هغه وخت ولسمشرۍ ته نوماند جو بایډن له دې ارزونې په ګټه اخیستو پر ټرمپ تور ولګاوه چې ګنې د روسیې سره له مخامخېدا ځان څنګ ته کوي.
ټرمپ د نیویارک ټایمز رپوټ "دروغ خبر" وباله خو وروسته یې پر ټویټر ولیکل چې څارګرو ادارو دا رپوټ ده ته له دې کبله نه دی وړاندې کړی چې د ریښتینولۍ کچه پکې ټیټه وه.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي وویل، څارګرو ادارو په دې ادعاوو د باور کچه "له ټیټې تر اوسط" هغې ارزولې ده.
دې وویل چې په دې تړاو موجوده معلومات له نیول شویو افغانانو د پوښتنو ګروېږنو پرمهال ترلاسه شوي دي:
"ډېره به ګرانه وي چې دا ډول استخباراتي معلومات راغونډ کړل شي"، چې په وینا یې "دا چې د دې ادعاوو د د ریښتینولۍ کچه (ټیټه تر اوسط) ده، مهمه مو وګڼله چې استخباراتي بنسټونه یې و ارزوي".
کله چې تېر کال دا ادعاوې په ډاګه شوې، د امریکا په کانګرس کې یې لویه لانجه راپورته کړه، بایډن له دې رپوټ د مخکني ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر سیاست نیوکو کې ګټه واخیسته.
ددغو ادعاوو د لاس په لاس کېدا په پیل کې بایډن د ټرمپ په اړه وویل: "په پیل کې د هغه ولسمشري په بشپړه توګه د پوتین ډالۍ وه، خو وروسته یې تر ټولو بریدونو پښه واړوله".
ده وویل: "دا د یوې سپېڅلې دندې په لار کې یو لوی خیانت دی چې زیان ولس ته رسېږي، هغه دا چې کله د خطر ځای ته ځواکونه استوو، باید ساتنه یې هم وکړو، دا له هرې هغې امریکایي کورنۍ او نورو هېوادونو سره خیانت دی چې زامن یې افغانستان کې خدمت کوي".
کله چې جو بایډن په ولسمشریزو ټاکنو کې د خپل ګوند له لوري بریالی اعلان شو او تر ولسمشر ټاکل کېدا وروسته یې په افغانستان کې د روسیې له خوا امریکايي ځواکونو ته د زیان رسولو په تړاو یې د دغو ادعاوو په اړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لومړنۍ خبرې وکړې.























