لندن کې د میانمار سفیر ولې خپل موټر کې شپه تېره کړه؟

د بریتانیا لپاره د میانمار مخکینی سفیر کیاو زوار مین په لندن کې د دغه هېواد سفارت مخې ته

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د بریتانیا لپاره د میانمار مخکینی سفیر کیاو زوار مین په لندن کې د دغه هېواد سفارت مخې ته
د خپرېدو وخت

په لندن کې د میانمار مخکیني سفیر له هغه وروسته چهارشنبه شپه په موټر کې تېره کړې، چې په خبره یې د سفارت دروازه یې پر مخ تړل شوې وه.

کیاو زوار مین وايي، په سفارت کې پوځي اتاشه د سفارت کارکوونکي له ودانۍ شړلي او دی یې د سفیر په توګه له دندې ګوښه کړی دی.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډومنیک رااب دا 'ځورونکي فعالیتونه ' غندلي دي، خو بریتانیا دغه بدلون منلی دی.

د میانمار پوځ د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د کودتا له لارې واک ترلاسه کړ او له هغه راوروسته دغه هېواد کې تاوتریخجنې مظاهرې شوې دي.

مخکیني سفیر کیاو زوار مین د پوځ کودتا غندلې او د مخکینۍ مشرې انګ سان سو کي د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې.

د میانمار اوسېدونکي په دې مظاهرو کې منتخبې مشرې مېرمن سو کي او د هغې ملي جمهوري لیګ ګوند مشرتابه ته بېرته د واک سپارلو غوښتنه کوي او په دې مظاهرو کې تر اوسه د لسګونو ماشومانو په ګډون نژدې ۶۰۰ کسان وژل شوي دي.

د پنجشنبې پر ورځ د سفارت له ودانۍ بهر د یوه ویندوی له لاري کیاو زوار مین له بریتانیا حکومته وغوښتل چې د پوځي حکومت له لوري ګومارل شوی سفیر په رسمیت و نه پېژني او باید بېرته یې میانمار ته واستوي.

سفیر

د عکس سرچینه، Reuters

نوموړی وايي:

''فبروري کې میانمار کې کودتا وشوه او اوس په مرکزي لندن کې ورته حالت دی، د سفارت کارکوونکو ته د پوځي جنرال لپاره د کار نه کولو په صورت کې د سختې سزا ګواښ شوی دی. ''

ویل کېږي سفارت ته د کارکوونکو ننوتو مخنیوي لپاره پولیس بلل شوي وو او د سفیر ایسارولو له رپوټونو وروسته یو شمېر کسان د مظاهرې لپاره یو ځای شوي وو.

د دیپلوماتیکو اړیکو په هکله د ویانا کنوانسیون له مخې کوربه هېواد ته د خبر له ورکولو وروسته د سفیر دنده رسماً پای ته رسېږي.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت تایید کړه، چې دوی ته رسمي مکتوب رسېدلی او ''د میانمار رژیم پرېکړه به ومني. ''

کیاو زوار مین داسې حال کې لیدل کېږي، چې د ده په استازیتوب یوه اعلامیه لوستل کېږي
د عکس تشریح، کیاو زوار مین داسې حال کې لیدل کېږي، چې د ده په استازیتوب یوه اعلامیه لوستل کېږي

د هغو دیپولماتیکو سرچینو په خبره چې له موضوع خبر دي، مرستیال سفیر چیت وین په لندن کې د شارژدافیئر په توګه ګومارل شوی، خو د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت وايي دوی ته ''په رسمي توګه د دې بدلون په هکله څه نه دي ویل شوي. ''

د سفیر نشتوالي په صورت کې شارژدافیئر د دیپلوماتیک ماموریت د مشر په حیث دنده لري.

په مارچ میاشت کې کیاو زوار مین د مېرمن سو کي د خوشي کېدو غوښتنه وکړه او له بي بي سي سره خبرو کې یې وویل، میانمار ''وېشل شوی '' او کېدای شي د ''کورنۍ جګړې درشل '' ته ورسېږي.