روسیې ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي ایټالیايي افسر " ښايي روسانو ته د ناټو اړوند پټ اسناد سپارل"

روسان

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ایټالیا سمندري ځواکونو خپل یو افسر یوه روسي پوځي چارواکي ته د پټو اسنادو د ورکولو پر مهال نیولی دی.

د ایټالیا نظامي پولیس وايي دغه افسر یې د جاسوسۍ او د ملي امنیت په تړاو د درنو جرمنو په تور نیولی دی.

تمه ده چې دغه روسی چارواکی به هم چې روم کې د روسیې سفارت کې کار کوي، وایستل شي.

د ایټالیا بهرنیو چارو وزارت تر دې پېښې وروسته د روسیې سفیر سرګې رازوف احضار او ورپسې دوه روسي چارواکي له خپلې خاورې ایستلي دي.

د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر لوییجي دي مایو ویلي دغه دوه روسي چارواکي "په دې خورا جدي چاره کې ښکیل وو."

روسیې ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی افسر د دفاع وزارت د لوی درستیز دفتر کې کار کاوه.

کرملین ماڼۍ ویلي د دوی بهرنیو چارو وزارت ښايي د دغو دیپلوماتانو ایستل کېدو ته غبرګون وښيي خو تمه لري چې "د روسیې او ایټالیا ترمنځ به مثبتې او رغنده اړیکې په طبعي ډول دوام ومومي."

روم کې څه تېر شول

له پېښې وروسته روم کې د مسکو سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له پېښې وروسته روم کې د مسکو سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.

د پولیسو په اعلامیه کې راغلي چې کارابینییر دل روس ځانګړې عملیاتې ډلګۍ د سې شنبې ماښام روم کې د دغو کسانو ترمنځ "د روانې پټې لیدنې پر مهال" پر هغوی چاپه اچولې ده.

اعلامیه کې زیاته شوې چې دغه کسان "د ایټالیايي افسر لخوا د پیسو بدل کې د اسنادو تر سپارل کېدو سملاسي وروسته ونیول شول."

ایټالیايي رسنۍ وايي د اسنادو تبادله د موټرونو په یوه عمومي پارکېنګ کې شوې او ۵۹۰۰ نغد ډالر هم ترلاسه شوي دي.

پولیس وايي د سمندري ځواکونو افسر یې ځای پر ځای نیولی او د روسیې چارواکي د دیپلوماتیک مقام ارزونه روانه ده.

د ایټالیا د کوریرې ویبپاڼې د رپوټ له مخې د سمندري ځواکونو د دغه افسر په کور کې نیول شوي اسناد ښيي چې هغه احتمالآ روسیې ته د ناټو اړوند پټ اسناد سپارل او په دې توګه یې د نورو هېوادونو ملي امنیت هم له خطر سره مخامخ کړی دی.

د انسا خبري اژانس له مخې په دغو اسنادو کې د پوځي ارتباطاتو اړوند مالومات شامل و.

روم کې د روسیې سفارت په دې قضیه کې د دغه سفارت د پوځي اتشې د دفتر د یوه غړي ښکیلتیا تایید کړې، خو ویلي یې دې په دې تړاو نوره تبصره مناسبه نه ده.

د کرملین ماڼۍ ویاند دمیتري پېسکوف ويلي: "موږ د دې نیونې د لامل او شرایطو په اړه مالومات نه لرو."

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مسکو کې انسا خبري اژنس ته ویلي د خپل سفارت د دوو کارکوونکو په ایستلو خواشیني دي او خپل احتمالي ځوابي اقدامات به راتلونکي کې اعلان کړي.

د روسیې او ناټو د اړیکو ترینګلتیا

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د ایټالیا پولیس د دغه هېواد د کورنۍ استخباراتي ادارې 'ایسي' تر اوږدو عملیاتو وروسته لاس په کار شوي دي.

ایټالیايي رسنیو دا له سړې جګړې راهیسې تر ټولو جدي پېښه بللې ده.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډومېنیک راب پر خپل ټویټر لیکلي چې هېواد یې "د روسیې لخوا د ناټو متحدانو د تضعیف لپاره د مخربو او بې ثباتوونکو کړنو د بربنډولو او د هغوی خلاف د ګام اخیستلو لپاره" د ایټالیا د پرېکړو ملاتړ کوي.

په ۲۰۱۴ کال د روسیې لخوا د اوکراین د کریمیا سیمې د نیولو او په خپله خاوره پورې د هغې له تړلو راهیسې اړیکي ترینګلي دي.

د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي نوالني مسمومیدو او د حکومت لخوا یې نیول کېدو دا ترینګلتیا نوره هم ډېره کړې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره میاشت وویل چې خپل روسي همپوړی ولادیمیر پوتین "یو قاتل" ګڼي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو وضاحت غوښتنه وکړه او د ښاغلي پوتین په ځواب کې وویل "څوک چې څنګه وي، بل ته هغسې ګومان کوي."

تېره اوونۍ د ناټو غړي بلغاریا د روسیې دوه دیپلوماتان "له دیپلوماتیکو اړیکو سره اړخ نه لګوونکو استخباراتي فعالیتونو" په تور له خپلې خاورې و ایستل.

د دوشنبې پر ورځ د ایټالیا جنګي الوتکو د بالتیک سمندر پر سر د روسي الوتکو د څار او تعقیب لپاره د ناټو په عملیاتو کې برخه اخیستې وه.