نوې علمي موندنې د خپلو ۴ ماشومانو د وژلو په جرم بندۍ مور بې ګنا بولي

د عکس سرچینه، FAIRFAX MEDIA/GETTY IMAGES
یوه شېبه ځان فکر وکړئ د داسې یوې مور په زړه به څه تېرېږي چې د یوې لسیزې اوږدو کې څلور ماشومان نړۍ ته راوړي، خو ټول یو په بل پسې ماشومتوب کې د طبیعي عواملو له کبله مړه شي.
دا تصور هم وکړئ چې همدا مور بیا د خپلو دغو ماشومانو د وژلو په تور چې دا جرم یې کړی هم نه وي، په ۳۰ کاله زندان محکومه شي.
دا په 'نیو ساوت وېلز' کې د کاتلین فولبېګ په نوم د یوې استرالیایۍ مور د ژوند رښتینې کیسه ده.
هغه په ۲۰۰۳ کال "استرالیا کې تر ټولو خونړۍ ځنځيري وژونکې" وبلل شوه او تر اوسه یې ۱۸ کاله زندان کې تېر کړي دي.
هغه پر دې ګرمه پېژندل شوې چې ګوندې خپل دوه زامن کالب او پاتريک او دا راز دوه لوڼه سارا او لورا یې ماشومتوب کې زندۍ او په لوی لاس وژلې دي.
خو اوس نوي علمي شواهد ښيي چې په مېرمن فولبېګ پورې شوی تور سم نه دی.
تېره اوونۍ ۹۰ تنو پياوړو علمي څېرو او روغتیايي متخصصانو د نیو ساوت وېلز حکومت ته یو لاسلیک کړی غوښتنلیک وسپاره چې د اغلې فولبېګ د بښنې او سملاسي خوشي کېدو غوښتنه پکې شوې ده.
په هغو کسانو کې- چې دغه غوښتنلیک ېې لاسلیک کړی- د نوبل جایزې دوه ګټونکي، د استرالیا د کال دوه غوره علمي شخصیتونه او د استرالیا د علومو اکاډمۍ پخوانی مشر استاد جان شاین هم شامل دی.
ښاغلی شاین وايي: " هغو علمي او روغتیايي شواهدو ته په کتو چې اوس په دې قضیه کې موجود دي، د دغه غوښتنلیک لاسلیکول ښه چاره ده."

د عکس سرچینه، THE SYDNEY MORNING HERALD/GETTY IMAGES
که کاتلین فولبېګ ازادېږي او محکومیت یې لغوه شي، نو دا به د استرالیا تاریخ کې تر ټولو ناوړه عدلي او قضايي تېروتنه ثابته شي.
وړاندې د لینډي چمبرلین په نوم یوې بلې مور د استرالیا د شمال په اولورو سیمه کې د خپلې ماشومې لور 'ازاریا' د وژلو ناسم تور له مخې درې کاله بند تېر کړی و.
د اغلې فولبېګ قضیه او د خوشي کېدو لپاره یې دغه غوښتنلیک د علم او قانون ترمنځ د اندېښمنوونکي درځ د رامنځته کېدو ښودنه کوي.
استرالیايي قاضیانو په ۲۰۱۹ کال د بیاکتنې له پرله پسې غوښتنو او په جزیاتو سره د هغې د محکومیت تر څېړنې وروسته د کاتلین فولبېګ قضیې په تړاو د معقولو شکونه موجودیت په پرېکندډول رد کړ او وړاندې شوي شواهد یې بابیزه وګڼل.
پخوانی قاضي رجینالډ لانچ چې د دغو څېړنو مشري یې کوله وايي: "د منلو وړ یوازنۍ پایله دا ده چې چا په لوی لاس ماشومانو ته زیان اړولی او د دغه کار لپاره د زندۍ (ساه بندولو) لار کارول شوې ده. شواهد ښيي چې دا کار له مېرمن فولبېګ پرته بل چا نه دی کړی."
د نیو ساوت وېلز ادارې هم دوه کاله وړاندې خلکو ته ډاډ ورکړ چې په دې قضیه کې د روڼتیا لپاره "هېڅ راز هڅه نه ده سپمول شوې."
خو اوسنی علم وايي دې قضیه کې د محکمې د حکم په تړاو لا هم معقول شکونه شته دي.

د عکس سرچینه، ANU
د ماشومانو او عامې روغتیا څېړونکې استاده فیونا سټاېنلي وايي: "دا د ژورې اندېښنې وړ ده چې علمي او روغتیايي شواهد له پامه غورځول کېږي. موږ اوس د فولبېګ د ماشومانو مړینې ته بدیل توضیحات لرو."
دغه بدیل توضیحات په دې وروستیو کې په کاتلین فولبېګ او د هغې دوو لوڼو سارا او لیونا کې موندل شوي جنیتیک بدلون کې نغښتي، چې متخصصان وايي د دوی په باور همدا د دغو نجونو د مړینې لامل ګرځېدلي.
د هغې په زامنو کالب او پاتریک کې بیا یو بل ډول جنیتیک بدلون لیدل شوی، چې متخصصان وايي لا نورو څېړنو ته اړتیا لري.
موندنو ښودلې د فولبېګ لوڼو کې په غورځنګ راغلی جین CALM2 G114R نومیږي.
د استرالیا ملي پوهنتون کې امیونولوژۍ استاده کارولا وینوسا وايي دا ډول جین "د ناڅاپي قلبي مړینې لامل ګرځېدای شي."



















