کورونا وېروس؛ کانګرس د بایډن د 'ژغورنې' ۱٫۹ ټریلیون ډالري پلان ومانه

جو بايدن

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا کانګرس بالاخره د کورونا وبا د مبارزې او له امریکایانو سره د مرستې لپاره د ولسمشر جو بایډن د "ژغورنې قانون پروژه" تایید کړه. دا پروژه مخکې د استازو جرګې تایید کړې وه.

په استازو جرګه کې جمهوریپالو استازو ددې لویې اقتصادي مرستې په پلوۍ رایه ورنه کړه، خو په پای کې ۲۲۰ استازو د تایید او ۲۱۱ د رد رایې ورکړې.

د کانګرس جمهوریپالو کې یوه هم دې طرحې ته مثبته رایه ور نه کړه او وايي، ډیموکراټانو له کورونا سره د مقابلې لپاره وړاندیزي بودیجه کې ځینې نااړوند طرحې هم ځای کړې دي.‌

له یوه استازي پرته ټولو دیموکراټو استازو د تایید رایې ورکړې.

اوس به دا تایید شوې مصوبه د ولسمشر بایډن دفتر ته ځي چې هغه یې لاسلیک کړي او د اجرا کولو کارونه یې پیل شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي ویلي، ولسمشر به د راتلونکې جمعې په ورځ لاسلیک پرې وکړي.

دا په کانګرس کې او سپینې ماڼۍ ته تر تلو پنځوس ورځې وروسته د جو بایډن تر ټولو ستر بری ګڼل کېږي.

امریکا کې له ۲۹ میلیونو ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر پنځو لکو ۲۵ زرو ډېر کسان دغه هېواد کې ترې مړه شوي دي.

کورونا امریکا کې په یوه پېړۍ کې ټر ټولو بد روغتیايي کړکېچ دی او له امله یې شپږ عشاریه دوه کسان بې کاره شوي هم دي.

د کورونا واکسین لومړنۍ جوپه له هند ایران ته ورسېده

ایران تېره میاشت کورونا واکسین پیل کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایران تېره میاشت کورونا واکسین پیل کړ.

ایراني چارواکي وايي، د دغه هېواد روغتیا وزارت له هند د کورونا واکسین لومړنۍ جوپه ترلاسه کړه.

د ایران د ګمرکي چارواکو په خبره، دا واکسین پرون د شپې ځايي وخت لس بجې تهران کې امام خمیني ډګر ته ورسېد.

ایران د سیمې په کچه کورونا ډېر ځپلی او تراوسه د رسمي شمېرو له مخې دغه هېواد کې تر شپېتو زرو ډېر کسان د کورونا له امله مړه شوي دي.

د چارواکو په خبره، ایران کې تر یو میلیون ۶ لکو ۸۹ زرو ډېر کسان په کورونا اخته شوي دي.

برازیل؛یوه ورځ له ۲ زرو ډېر کسان مړه کېدل

برازیل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، رازیل کې له کورونا تر ۲ لکو، ۶۸ زرو ۳۷۰ کسان مړه شوي دي.

له بلې خوا برازیل کې په لومړي ځل په یوه ورځ له کورونا وېروس د مړو کسانو شمېر تر دوو زرو پورته شو.

دا هېواد له امریکا وروسته نړۍ کې په کورونا د ډېرو مړو کسانو له پلوه دویم ځای لري.

تراوسه برازیل کې له کورونا تر ۲ لکو، ۶۸ زرو ۳۷۰ کسان مړه شوي دي.

د چارشنبې په ورځ برازیل کې له کورونا ۲ زره ۲۸۶ کسان مړه شول.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د چټک خپرېدونکي وېروس له امله حالت او د مړه کچه ډېره شوې ده.

د برازیل پخواني مشر لوییز اېنکیو لولا ډي سېلوا پر اوسني ولسمشر جیر بولسوناریو نیوکه وکړه او د کورونا وبا پر مهال یې د نوموړي پرېکړې "احمقانه" وبللې.

ښاغلی بارسلونا د چارشنبې په ورځ په میاشت کې اول ځل په داسې حال ولیدل شو چې ماسک یې اغوستی و او پرلپسې یې هڅه کوله چې د کورونا خطر کم وښيي.

برازیل کې څه روان دي؟

برازیل کې د کورونا وېروس نوې بڼې د مړو شمېر ډېر کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، برازیل کې د کورونا وېروس نوې بڼې د مړو شمېر ډېر کړی دی.

د کورونا پېښو زیاتېدو سره د برازیل ډېری لویو ښارونو کې پر روغتیايي مرکزونو هم فشار ډېر شوی دی او د دغه هېواد د عامه روغتیا مخکښ مرکز فېکروز خبرداری ور کړی چې ډېری روغتیايي مرکزونه له پرځېدو یا سقوط سره مخ دي.

فېکروز کې ډاکټر او څېړونکی مارګریت ډیلکولما وايي هېواد یې د وبا له خورا بد حالت سره مخ دی.

هغه له فرانس خبري اژانس سره مرکه کې وویل: "۲۰۲۱ لا هم ډېر بد کال دی."

د چارشنبې په ورځ دغه هېواد کې ۷۹ زره ۸۷۶ کورونا پېښې ریکارډ شوې او دا د دریمې ورځې لپاره تر ټولو لوی شمېر دی.

د کورونا پېښو د چټکېدو لامل هم د دې وېروس د پي یو په نوم نوې بڼه ده چې ژر خپرېږي او فکر کېږي اول ځل د امازون په مانیوس ښار کې پیدا شوی دی.

د ویډیو تشریح، کورونا وېروس په اړه سپارښتنې