په ۸۱ کلنۍ کې د نړۍ تر ټولو لوړو څوکو ته ختل

Image shows Carlos Soria in the Himalayas

د عکس سرچینه، Courtesy of Carlos Soria

د عکس تشریح، کارلوس له ۶۰ کلنۍ وروسته د نړۍ په ۱۴ کې ۱۱ لوړو څوکو ته وخوت.
د خپرېدو وخت

کله چې کارلوس سوریا له ماډرید بهر غرونو کې له خپل کور ووت او اورګاډي ته وخت، ماسک یې اچولی و او دې ورته د همالیا غرونو خاطرې یاد کړې.

هغه په خندا وویل، سا اېستل راته سخت دي او په دې دلیل هغه د ډېرو لوړو څوکو خاطرې را یاد شوې.

دا ۸۱ کلن هیله من دی چې بیا پسرلی همالیا ته لاړ شي او دا ځل نېپال کې نورو څوکو ته وخېږي.

بیا نیت لري چې مني کې تبت کې شیشاپانګما غرونو ته لاړ شي.

که خپله هڅه کې بریالی شي، نو بیا به د نړۍ تر ټولو بوډا وي چې د نړۍ داسې ۱۴ څوکو ته ختلی چې تر اتو زرو مترو لوړې دي.

کارلوس پخوا ترکاڼ و او د ماډرېډ شمال لوېدیځ ته په اویلا کې زېږېدلی دی.

هغه ټول عمر غرختلو کې بوخت و، خو وروستیو دوو لسیزو کې یې داسې ریکارډونه مات کړي چې عمر ته په پام یې ترې بې ساری کس جوړ کړی دی.

کارلوس له ۶۰ کلنۍ وروسته د نړۍ په ۱۴ تر ټولو لوړو څوکو کې ۱۱ ته ختلی.

هغه په ۶۲ کلنۍ د نړۍ تر ټولو زوړ انسان شو چې ایورېسټ څوکې ته وخوت.

تر ۷۰ کلنۍ یې د نړۍ د اوو لویو وچو لوړې څوکې کچ کړې.

په خپلو دوو پښو

Image shows Carlos Soria in the Himalayas

د عکس سرچینه، Courtesy of Carlos Soria

لویه بریا یې هم د ختلو څرنګوالی دی او ښاغلی سوریا وايي، په دې ویاړي چې په غر ختلو کې هیڅکله هم زکام شوی نه دی او نه د مرستندوی ځواکونو مرستې ته اړ شوی دی:

تل په خپلو پښو څوک ته ختلی یم او ترې کوز شوی یم.

هغه هیله من و چې د نړۍ ۱۴ لوړو څوکو ته د ختلو ریکارډ پر ۲۰۲۰ کال مات کړي، خو کورونا یې مخه ونیوله.

نوموړی وايي، راتلونکو څوکو باندې به د کورونا د قربانیانو په یاد ودرېږي:

"غواړم زما په منګ هغو کسانو ته درناوی وکړم چې نړۍ کې له کورونا مړه شوي دي. هغو کسانو ته هم چې د بوډاګانو خونو کې اوسېدل او ډېر وېرېدلي وو. "

"د ګلونو کوچنۍ ګېډۍ را سره وړم او د دې کسانو په یاد یې پر څوکه ږدم؛ د ټولو هغو کسانو په یاد چې دې بد حالت کې مړه شوي دي. "

لګښت برابرول

Image shows Carlos Soria training at home

د عکس سرچینه، Courtesy of Carlos Soria

د عکس تشریح، کارلوس کور کې هم تمرین کوي.

کارلوس اوس د پسرلي او مني د سفرونو لپاره پر اړینه بودیجه کار کوي او هیله لري چې نور یې کورونا د لارې خنډ نه شي.

دوه کاله مخکې اړ شو چې د ټټکیو عملیات وکړي، خو دا غرختونکی وايي، چې کومه ستونزه نه لري:

"زما ټټکۍ یو څه کمزورې شوې او ذهني ځواک مې لږ له لاسه ور کړی دی، خو کله چې همالیا کې وم، هیڅ کله مې ځان بوډا احساس نه کړ، بیا غواړم وګورئ چې دا کار کولی شم که نه. "

د نوموړي په خبره، ډېر کسان ورته وايي چې اوس ۷۰ کلن دی، "ښه نو څه. "

دی دا عمر فوق العاده بولي.