تر ټولو ځوانې افغان غرختونکې 'نوی ریکارډ' جوړ کړ

د عکس سرچینه، HIKEVENTURES AFGHANISTAN
لومړی ځل د فاطمې سلطاني په نوم یوې اوولس کلنې افغانې د افغانستان تر ټولو لوړ غره ته په ختلو سره ریکارډ جوړ کړی دی. دا د هندوکش د غرونو په لړۍ کې نوشاخ څوکې ته ختلې ده.
تر دې مخکې د ۲۰۱۹ کال په اګست کې حنیفه یوسفي هغه لومړنۍ افغان غرختونکې وه چې د خپل هېواد د غره لوړه څوکه يې فتح کړې وه.
د نوشاخ په نوم د دغه غره لوړوالی ۷۴۹۲ متره (۲۴۵۸۰ فوټه) دی چې د افغانستان په شمال ختيځ بدخشان ولایت کې دی.

د عکس سرچینه، HIKEVENTURES AFGHANISTAN
د دې ډلې مشر علي اکبر سخي بي بي سي ته ویلي، په ډله کې يې د کابل، بامیان، بغلان، بدخشان، میدان وردګ، غزني او هرات ولایتونو درې نجونې او شپږ هلکان وو چې د ۲۰۲۰ کال په جولایي میاشت کې يې خپل مزل پېل کړی و.
د ده په خبره، له کابله تر وتو څلور ورځې وروسته يې د واخان له لرې پرتې "قاضيده" ولسوالۍ د نوشاخ په لور تګ پېل کړ او درې اوونۍ وروسته د اګست پر شپږمه نېټه د شپې اوه بجې ټول غرختونکي د نوشاخ څوکې ته ور ورسېدل.

د عکس سرچینه، HIKEVENTURES AFGHANISTAN
ښاغلی سخي وايي، په ۲۰۰۹ کې د فرانسوي غرختوونکو په ملتیا ملنګ دریا او عمرالدین سنجر هم همدې څوکې ته ختلي وو. د ده په خبره، د غرختنې په دې بهیر کې يې ټول مصرف له خپل جېبه کړی دی او غوښتل يې نړيوالو ته وښيي چې افغانان په دې برخه کې هم وړتیا لري.

د عکس سرچینه، HIKEVENTURES AFGHANISTAN
علي اکبر سخي وايي، دا لومړی ځل دی چې یوه ډله دې په ګډه د نوشاخ څوکه فتحه کړي.
د ده په خبره، ډلې يې -چې هېک وينچرزافغانستان یې بولي- د واخان د ګرځندوی سیمه ييز شرکت په مرسته دغه مزل ترسره کړ.
ښاغلی سخي وايي، له دوی سره په دغه مزل کې د فاطمې سلطاني په نوم یوه کم عمره یا تر ټولو ځوانه افغانه غرختوونکې هم وه چې له دوی سره په ګډه نوشاخ څوکې ته وختله او نوی ريکارډ يې جوړ کړ.
د ده په خبره، عاقله هاشمي، طاهره سلطاني، ذبیح افضلي، بومان علي ادینه، علي شاه فرهنګ، خیبرخان، ادب شاه ګوهري او علي اکبر سخي يې د ډلې نور غړي دي.

د عکس سرچینه، HIKEVENTURES AFGHANISTAN


















