بې پولې خبریالان: پاکستان باید د خبریالانو په پرېکړو کې له لاسوهنې ډډه وکړي

عالیہ نازکی
د خپرېدو وخت

د بې پولې خبریالانو نړیوالې ټولنې 'ار ایس ایف ' پر پاکستان حکومت غږ کړي، چې د خبریالۍ پرېکړو لړ کې د رسنیو پرېکړو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

د اسیا ارام سمندر لپاره د ار ایس ایف مشر ډانیئل باسترد وايي، دا د ولسواکۍ مخالفه چاره ده او په وینا یې ' پاکستان کې د دېکتاتورۍ خورا ناوړه کلونو یاد ورسره تازه کېږي. '

د بې پولې خبریالانو ټولنې دا څرګندونې د دوشنبې ورځې په هغه اعلامیه کې کړې چې په پاکستان کې پر (آج) شخصي ټلویزیون د بي بي سي اردو ټلویزیوني خپرونې 'سیربین ' له بندیدو سره همهاله خپره شوې.

ډینیئل باسټرډ وايي، بي بي سي له آج ټلویزیون سره د همکارۍ په ختمولو ثابته کړه چې د پاکستاني چارواکو له لوري پر رسنیو لګول شویو بندیزونو ته غاړه نه ږدي.

بل لور د واکمن تحریک انصاف ګوند سناتور فیصل جاوید له بي بي سي سره خبرو کې دا رد کړې او په وینا یې پاکستان کې هېڅ ډول سانسور نه شته.

ښاغلی فیصل وايي، ''اوسمهال په پاکستان کې کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ د بل هر وخت پرتله ډېره ازادي لري. ''

د سېربین ختمېدل

د یادونې ده، چې د بي بي سي نړیوالې څانګې د پاکستان له آج نومي یوه شخصي پاکستاني ټلویزیوني چېنله د بي بي سي اردو څانګې ټلویزیوني خپرونې سیربین خپرولو لړۍ ختمه کړه.

ښاغلی فیصل وايي، د پاکستان په سنا جرګه کې یې د اطلاعاتو او خپرونو جرګه ګۍ د مشر په حیث په لیکلې بڼه داسې څه نه دي لیدلي چې وښيي د بي بي سي سیربین خپرېدل ولې پای ته ورسېدل یا د امریکا غږ له څه ډول اداري فشار سره مخامخ ده.

نوموړی زیاتوي، ''که دا خبره په لیکلې توګه مخې ته راشي، هرومرو به یې څېړنه کېږي... موږ د بیان پر ازادۍ بشپړ باور لرو. ''

بل لور ته د بي بي سي نړیوالې څانګې مشر جیمي انګس وايي، ''زموږ په خپرونو کې هر ډول لاسوهنه زموږ او زموږ د مخاطبینو تر منځ د باور ضد چاره ده او موږ یې اجازه نه شو ورکولای. موږ د ۲۰۲۰ کال له اکتوبر راهیسې په خپله خبري خپرونه کې لاسوهنه لیده او موږ آج ټلویزیون ته د خپرونې دویم ځل خپرولو لپاره مناسب وخت ورکړی و. ''

ښاغلی انګس زیاتوي، ''د لاسوهنې له کبله د دواړو لوریو له هغو هڅو سره چې د نیک نیتۍ پر بنسټ کېدې، د بي بي سي سیربین خپرونه پیل نه شوه، له همدې کبله اوس بي بي سي ته بې له دې چې له آج ټلویزیون سره خپل شراکت سملاسي ختم کړي، بله لار نه ده پاتې. ''

د یادونې ده چې بي بي سي له شخصي پاکستاني ټلویزیون 'آج ' سره په ۲۰۱۴ کال کې د شراکت پر بنسټ د یوې هوکړې له مخې د دې ټلویزیون له لارې په اردو ژبه خپله خبري ټولګه د 'سېربین ' په نامه خپروله.