تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بغداد کې موټربم ځانمرګي برید ۳۵ کسان وژلي
د عراق امنیتي او طبي سرچینې وايي، د پلازمېنې بغداد د ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې موټربم ځانمرګي برید لږترلږه ۳۵ کسان وژلي او ۶۱ نور یې ټپیان کړي دي.
په وژل شویو کې درې پولیس هم دي، خو ټول ټپیان او نور وژل شوي ولسي وګړي دي.
برید صدر ښار ته څېرمه شوی.
یوې امنیتي سرچینې ویلي، برید په داسې ځای کې شوی، چې د ورځې مزدوري کوونکي کسان پکې راغونډېږي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې، خو وړاندې "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې ورته بریدونه کړي.
د تېرې شنبې په ورځ هم د بغداد په ځینو سیمو کې درو بریدونو ۲۹ کسان وژلي وو.
د امریکا په ملاتړ عراقي ځواکونه له موصل ښاره د اسلامي دولت نومې ډلې د جنګیالیو ایستلو پر جګړې بوخت دي.
دغې ډلې ډېری هغه سیمې بېرته له لاسه ورکړې، چې په ۲۰۱۴ کال یې نیولې وې.
د موصل د بېرته نیولو عملیات د تېرې اکتوبر میاشتې پر ۱۷مه پیل شول، چې ځانګړو ځواکونو د ښار نژدې څلورمه برخه ونیوه.
د عراق لومړي وزیر حیدرالعبادي د اپریل میاشتې تر راتلو له هېواده د اسلامي دولت ډلې د لمنې ورټولولو ژمنه کړې.
عراق کې دا بریدونه داسې مهال شوي، چې دغه هېواد ته د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند بغداد ته څېرمه د ترهګرۍ ضد مبارزې اکادیمۍ ته تللی دی.