امریکا کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر پر ۲۰ میلیونو واوښت

د عکس سرچینه، Reuters
د جان هاپکېنز پوهنتون لخوا د خپرېدونکو شمېرو له مخې امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر تر شل میلیونو واوښت.
د دې ادارې شمېرې وايي، تر دې دمه امریکا کې شاوخوا ۳۴۶ زره کسان په کوویډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي هم دي.
ویل کېږي د مثبتو پېښو ډېروالي له کبله د دغه هېواد روغتونونه ناروغانو ته رسیدنه کې له ستونزو سره مخامخ دي.
لاس انجلس ښار کې د یوه روغتیايي چارواکي ویاند ویلي د کورونا وېروس د مثبتو پېښو د ډېروالي له کبله د نورو څانګو کارمنان د کووېډ-۱۹ ناروغانو ته رسیدنه کوي او ډېرو ناروغانو ته کم امکانات رسېږي.
له تېرو دوو میاشتو کمه موده کې تر یو میلیون ډېر امریکایان په کورونا وېروس اخته شوي دي.
نړۍ کې پر کورونا وېروس د ټولو اخته تشخیص شویو کسانو څلورمه برخه امریکا کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې بریتانیا کې د کورونا وېروس نوې موندل شوې بڼه، چې تر مخکنۍ هغې په ډېره چټکۍ خپرېږي، د امریکا درېم ګڼ میشتي ایالت فلوریډا ته هم رسېدلې ده.
دغه ایالت کې په یوه ځوان کې د دغه وېروس څرک لګېدلی او ویل کېږي هغه تېرو څو اوونیو کې چېرته سفر هم نه دی کړی.
تر دې وړاندې په کالیفورنیا او کلورېډا کې هم د کورونا وېروس دغه نوې بڼه لیدل شوې وه.
پر دې ټولو سربېره امریکا کې د واکسیناسیون لړۍ هم ځنډ سره مخامخ ده.
که څه هم حکومت ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۰ کال تر پایه به شل میلیونه کسان واکسین کړي خو تر دې دمه له ۳ میلیون هم کمو کسانو ته د کورونا وېروس ضد واکسین شوی دی.
په ورته وخت نړۍ کې د هغو هېوادونو شمېر چټکۍ سره لوړېږي چې د کورونا وېروس دا نوې بڼه ور رسېدلې ده.
د جمعې ورځې تر پایه امریکا، بریتانا، ترکیه، اسټرالیا، بلجيم، برازیل، ډنمارک، فرانسه، هالنډ، فنلنډ، ایسلنډ، ایرلنډ، جرمني، چیلي، چین، کاناډا، هند، پاکستان، اسراییل، ایټالیا، جاپان، لبنان، مالتا، ناروې، پرتګال، سینګاپور، سویلي کوریا، اسپانیا، سویډن، سویس، متحدو عرب اماراتو او تایوان کې دغه وېروس لیدل شوی و.
امریکایانو داسې مهال نوی کال پیل کړی چې حکومت یې د واکسیناسیون له مهالویش ډېر وروسته پاتې دی او دغه کار د ډونلډ ټرمپ پر ادارې د خپل جمهوریپال ګوند غړو د نیوکو غږ هم راپورته کړی دی.
سناتور مېټ رامني دې برخه کې د حکومت پر کړنو په نیوکې سره په یوه بیانیه کې ویلي د دې لپاره چې فدرال حکومت د واکسیناسیون لپاره هراړخیز پروګرام نه لري او د بېلګې په توګه ایالتونو ته نه دی استول شوی، د توجیې او بښلو وړنه ده.
امریکا کې ناروغیو سره د مقابلې او مخنیوي مرکز په وینا تر دې دمه یوازې ۲ اعشاریه ۸ میلیون کسان واکسین شوي دي.
فدرال حکومت وايي د واکسیناسیون د ځنډ پر لامل نه پوهېږي.






















