جواد ظریف: امریکا پر ایران برید ته پلمې لټوي

د عکس سرچینه، Reuters
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د پنجشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران د برید لپاره په پلمه پیدا کولو تورن کړ.
د جواد ظریف دا څرګندونې په داسې مهال دي چې تېره چارشنبه د امریکا بي-۵۲ دوه بم غورځوونکې الوتکې- چې اټومي وسلې لېږدولی شي- له امریکا خلیج ته لاړې او بېرته ستنې شوې.
ښاغلي ظریف ټوېټر کې لیکلي: ''ډونلډ ټرمپ او ملګري یې امریکا کې له کورونا سره د مبارزې په ځای د بي-۵۲ په الوت او سیمې ته د الوتک وړونکې بېړۍ په لېږلو سره میلیاردونه ډالر په اوبو لاهو کړل. له عراق ترلاسه شوي مالومات ښيي چې د جنګ لپاره د پلمې لټولو لپاره دسیسه جوړوي.''
نوموړی زیاتوي ایران جګړه نه غواړي خو په ښکاره او مخامخ به له خپلو خلکو، امنیت او مهمو ګټو دفاع وکړي.
په دا مهال د ایران د مذهبي مشر یوه پوځي سلاکار حسین دهقان په ټوېټر کې ډونلډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې نوی کال سیمه کې امریکايي ځواکونو ته په ماتم بدل نه کړي.
هغه خپل ټوېټر کې لیکلي: ''سیمه کې یې ټولې پوځې اډې زموږ د توغندیو تر پوښښ لاندې دي. موږ له سپینې ماڼۍ وتونکي(ډونلډ ټرمپ) ته سپارښتنه کوو، چې نوی کال امریکایانو ته په ماتم بدل نه کړي. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
وروستیو ورځو او د ایران د قدس ځواکونو د پخواني مشر قاسم سلیماني د لومړني تلین درشل کې د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
پر خلیج د بې-۵۲ الوتکو ګرځېدلو موخه هم د امریکا پر ګټو د هر ډول ممکنه برید لپاره ایران ته خبرداری و.
امریکا خلیج ته یو اېس اېس اټومي اوبتل هم لېږلی، چې بحرین کې یې اړولی دي.
وروستیو ورځو او بغداد کې د امریکا پر سفارت له راکټي برید وروسته د امریکا ولسمشر ایران ته خبرداری ورکړ.
امریکايي چارواکو هم وروستیو ورځو کې د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، داسې استخباراتي مالومات یې موندلي چې په عراق او یا د منځني ختیځ نورو سیمو کې پر امریکايي پوځیانو او د دوی پر ملګرو برید ته د ایران چمتووالی ښيي.
د امریکا نیمیتز الوتک وړونکې بېړۍ له منځني ختیځ وځي

د عکس سرچینه، US NAVY
خو په دا مهال د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان وايي، منځني ختیځ کې د نیمیتز الوتک وړونکې بېړۍ لس میاشتنی ماموریت پای ته رسېدلی دی.
رویټرز او اسوشېټېډ پرېس خبري اژانسونه د امریکايي چارواکو له خولې د دې کار موخه سیمه کې تاوتریخوالی کمول بولي.
دا مهال منځني ختیځ کې نیمیتز د امریکا یوازنۍ الوتک وړونکې بېړۍ ده چې د افریقا غاښي کې یې اړولي او ټاکلې ده امریکا ته ستنه شي.





















