امریکا خلیج کې دوو بم غورځوونکو الوتکو سره چا ته پیغام ورکوي؟

CENTCOM.MIL

د عکس سرچینه، CENTCOM.MIL

د عکس تشریح، دا بم غورځوونکې شمالي ډاکوټا کې له مینوټ هوايي ډګر پورته شوې دي.
د خپرېدو وخت

د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سنټکام مرکز وايي، دوه بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکې یې پرون پر منځني ختیځ او خلیج وګرځولې.

سنټکام خپل بیان کې زیاتوي، سیمې ته د دې سټراټوفورټرس بم غورځوونکو حسابي شتون دوه موخې لري؛ یو دا چې د سیمې امنیت ته د امریکايي پوځ ژمنه او بل لنډ وخت کې د جنګي ځواک د چټک پلي کولو د وړتیا توان باندې ټینګار ښيي.

دا د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پای ته رسېدو ورځو او عراق کې د امریکايي پوځ په لاس د ایران د سپاه پاسدران د بهرنۍ څانګې-قدس- د مشر قاسم سلیماني د تلین په درشل کې له یوه نیمې میاشتې کم وخت کې پر خلیج د امریکايي بم غورځوونکو دریم ځل ګرځېدل دي.

سنټکام وايي، دې الوت سره هر هغه کس ته چې د امریکایانو یا امریکايي ګټو زیانمنول غواړي ښکاره او مخنیوونکی پیغام دی.

د سنټکام په خبره، دا دوه بم غورځوونکې شمالي ډاکوټا کې له مینوټ هوايي ډګر پورته شوې دي.

فاکس نیوز هم خپل رپوټ کې وايي، دا الوتکې د سې شنبې په ورځ د دې ماموریت لپاره له اډې پورته شوې او ۳۰ ساعته او بې ځنډه الوت کې منځني ختیځ ته لاړې او ستنې شوې.

"تر ټولو اندېښمنوونکې استخباراتي ارزونه"

قاسم

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، قاسم سلیماني بغداد ته رسېدو سره د امریکا برید کې ووژل شو.

د عراق پلازمېنه بغداد کې د امریکا پر سفارت له توغندیز برید وروسته ایران ته د ډونلډ ټرمپ خبرداري پسې دا الوتکې پر خلیج ګرځي.

ښاغلي ټرمپ ویلي وو، که دا ډول بریدونو کې ان یو امریکايی هم ووژل شي، مسوول به یې ایران وي.

ایراني چارواکي پر سفارت برید کې لاس لرل ردوي او هڅه کوي چې د ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ وروستیو اونیو کې په متفاوت انداز سره دا ډول ګواښونو ته غبرګون وښيي.

د فاکس نیوز د رپوټ له مخې یوه امریکايي لوړپوړي پوځي چارواکي خبریالانو ته ویلي د امریکا وروستۍ استخباراتي ارزونه ښيي چې ایران د قاسم سلیماني د غچ اخیستلو نیت لري.

دغه چارواکي له نوم پرته زیاته کړې د ایران په هکله اوسني استخبارات د قاسم سلیماني له وژلو راهیسې تر ټولو اندېښمنوونکي دي.

CENTCOM.MIL

د عکس سرچینه، CENTCOM.MIL

د عکس تشریح، یوه نیمه میاشت کې دریم ځل دی چې دا بم غورځوونکې پر خلیج ګرځي.

دغه چارواکی وايي، دوی عراق کې "ډېرو پېچلو او بالقوه بریدونو" ته اندېښمن دي.

وروستیو اونیو کې او د امریکا او ایران ترمنځ د پوځي ټکر احتمال په هکله د اټکلونو او رپوټونو زیاتېدو پسې متحده ایالتونو سیمه کې پوځي خوځښت ډېر کړی دی.

د بم غورځوونکو الوت او سیمې ته د یوه اوبتل او د سمندري ځواکونو د بېړیو رسېدل د دې خوځښت برخه دي.

د ویډیو تشریح، جنرال قاسم سلیماني څوک و؟