بغداد کې د سلیماني جنازه او د امریکا ضد شعارونه
د خپرېدو وخت
امریکایی ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د لوړپوړي ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژلو امر یې ځکه وکړ چې په خبره یې، د یوې جګړې مخه ونیسي - نه دا چې پیل یې کړي. ایران ګواښ کړی چې ځواب به وايي. نن د ورځې له پیل سره د عراق په بغداد کې په زرګونه خلک ویر ته راوتلي وو او د امریکا ضد شعارونه یې ورکول.