د یمن نوې کابینې رسېدو سره عدن هوایي‌ ډګر کې چاودنه؛ ۱۳ کسان وژل شوي

Smoke rises from Aden's airport after an explosion on 30 December 2020

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، چاودنه هغه مهال وشوه چې د یمن نوې کابینه له سعودي عربستان د عدن ښار هوایي ډګر ته ورسېده
د خپرېدو وخت

د یمن د دویم لوی ښار عدن په هوایي ډګر کې چارشنبه هغه مهال یوه زوروره چاودنه وشوه چې د دې هېواد د نوې کابینې غړي په یوه الوتکه کې له سعودي‌ عربستانه دې ښار ته ورسېدل.‌

د یمن امنیتي‌ او روغتیایي چارواکي وایي، په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ګڼ‌ نور ټپیان دي.‌

چاودنه هغه مهال وشوه چې د نوې کابینې غړي له الوتکې را ښکته کېدل، خو لومړی وزیر معین عبدالمالک وایي چې دی او د کابینې غړي یې روغ دي.‌

له چاودنې وروسته د نوې کابینې هرکلي لپاره ور ټولو کسانو یوه خوا بله خوا منډې پیل کړې،‌ او د ډزو غږونه هم واورېدل شول.‌

تر اوسه د چاودنې کره لامل نه دی مالوم، خو یوې امنیتي سرچیني رویټرز خبري اژانس ته ویلي،‌ د هاوان درې مرمۍ پر هوایي ډګر لوېدلې دي.‌

د یمن د اطلاعاتو وزیر پر حوثي یاغیانو تور لګولی چې دا "ناځوانه ترهګریز برید" یې ترسره کړی.‌

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارټن ګرېفنز دا برید غندلی او نوې کابینې ته یې په راتلونکو چارو کې د توان هیله څرګنده کړې.

د ۲۰۱۹ کال په اګست میاشت کې هم په همدې عدن ښار کې پر یوه پوځي پرېډ د حوثي یاغیانو د هاوان برید کې ۳۶ کسان وژل شوي وو.

یمن کې څه روان دي؟

File photo showing entrance to Aden's international airport (18 November 2019)

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، عدن ښار د اوس لپاره د یمن موقتي پلازمېنه بلل کېږي

یمن کې په ۲۰۱۵ کال کې هغه مهال جګړه پیل شوه چې د سعودي په مشرۍ د عربو هېوادونو ټلوالې د حوثي یاغیانو د ځپلو او واک ته د ولسمشر عبد الرب منصور الهادي‌ د بیا رسولو لپاره پوځي عملیات پیل کړل.

حوثي یاغیان،‌ چې ویل کېږي د ایران ملاتړ ورسره دی،‌ دا مهال پر پلازمېنه سنا او د یمن د شمال لویدیځ‌ پر ډېرو برخو واکمن دي.‌

خو د حوثي یاغیانو پر ضد جنګېدونکې ډلې هم خپلو کې سره جوړې نه دي. یوې خوا ته هغه حکومتي ځواکونه دي چې د سعودي عربستان ملاتړ ورسره دی.

خو بله ډله بیا (د سویل موقتي شورا) په نامه هغه ملېشې دي چې متحده عربي امارات یې ملاتړ کوي.‌

د یمن نوې کابینه هم په سعودي عربستان کې په دې تمه جوړه شوې وه چې دا دواړه ډلې خپلمنځي اختلاف ختم کړي او د حوثي یاغیانو پر وړاندې لاس یو کړي.‌

په روانه جګړه کې تر یو لک او لس زرو ډېر کسان وژل شوي، په نړیواله کچه بشري ناورین رامنځته شوی،‌ میلیونونه یمني وګړي د لوږې وروستۍ کچې ته لویدلي او د کورونا وبا خطر پکې لا ډېر شوی.‌

د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، دا وروستی برید ښیي چې یمن باید ژر تر ژره یو ځل بیا د سولې پر لور روان شي.‌ د اوس لپاره به د عدن ښار موقتي پلازمېنه بلل کېږي او سعودي کې جوړه شوې کابینه به له همدې ښاره فعالیت کوي.‌