د یمن په سویل کې انتقالي شورا کورواکي اعلان کړه

.

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د یمن په سویل کې بیلتون غوښتونکو د کورواکۍ اعلان کړی او په دې سره یې په نړیواله کچه له منل شوي حکومت سره شوې هوکړه ماته کړه.

د سویل انتقالي شورا چې مرکز یې په عدن ښار کې دی بیړنی حالت اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا بندري ښار او نور سویلي ولایتونه به د دوی له خوا اداره کیږي.

متحده عربي امارات د سویل انتقالي شورا ملاتړ کوي.

د سعودي له ملاتړه برخمن حکومت خبر داری ورکړی چې دا ګام به ( خطرناکې او ویجاړوونکي پایلې ولري.)

د دې حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد الحضرمي یوه بیان کې ویلي: ( د انتقالي شورا په نوم شورا له خوا په سویل کې د کورواکۍ د رامنځته کولو هوډ د وسله وال بغاوت بیا پيل دی او د ریاض د هوکړې ردول او له هغه بشپړ وتل دي)

تېر کال د دې دواړو لوریو له خوا د واک د شریکولو هوکړه شوې وه ، ملګرو ملتونو دا هوکړه په یمن کې د کورنۍ جګړې د پای پر لور یو مهم ګام بللی وو.

د سعودي په مشرۍ ټلوالې په ۲۰۱۵ کال کې وروسته له هغه یمن کې پوځي مداخله وکړه چې حوثي یاغیانو پلازمینه صنعاء ونیوله. متحده عربي اماراتو د همدې ټلوالې غړی دی خو په سویل کې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.

د سویل انتقالي شورا حکومت په ناسم مدیریت تورن کړ او د تېر کال په اګست میاشت کې یې د حکومت د لنډمهالې پلازمېنې عدن واک په خپل لاس کې واخست.

په شمال کې له حوثي یاغیانو سره د کورنۍ جګړې له امله یمن په څو برخو وېشل شوی. تېرکال په عدن کې وروسته له هغه سخته جګړه ونښته چې د سویل بیلتون غوښتونکو د کورواکۍ ورته هڅه وکړه. د دې جګړې په پایله کې په تېره نومبر میاشت کې د حکومت او انتقالي شورا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

د دې هوکړې له مخې چې په ریاض کې وشوه تمه وه چې د سویل انتقالي شورا او په سویل کې نورې ډلې په ۳۰ ورځو کې له نوي ملي حکومت سره یو ځای شي او خپل ټول ځواکونه د همدې حکومت په واک کې ورکړي چې نړۍ یې په رسمیت پیژني.

د یمن د سویل انتقالي شورا د ۲۰۱۷ کال د مۍ میاشتې پر ۱۱ نېټه د دې هېواد په دویم لوی ښار عدن کې د یو شمېر سیاستوالو، قومي مشرانو او پوځیانو له خوا رامنځته شوه.

د عدن پخواني والي عیدروس الزبیدي په داسې حال کې چې د یمن د پخواني جنوبي جمهوریت بیرغ یې څنګ کې ایښې وو په یوه تلویزیوني وینا کې د دې شورا د رامنځته کولو اعلان وکړ.

د یمن په سویل کې د (یمن خلق دیموکراتیک جمهوریت) په نوم یو دولت په ۱۹۶۷ کال کې رامنځته او د ۱۹۹۴ تر ۱۹۹۰ کاله یې دوام وکړ.

په یمن کې روانه جګړه د نړۍ یو تر ټولو ناوړه بشري کړکیچ بلل شوی. د رپوټونو له مخې دې جګړه کې تر اوسه څه باندې سل زره تنه وژل شوي دي.