حوثي یاغیان: پر سعودي مو د ډرون او توغندیو پراخ برید کړی

د عکس سرچینه، Reuters
حوثي یاغیان وایي د سعودي په خاوره کې دننه یې پراخ راکټي بریدونه کړي، خو د سعودي په مشرۍ عربي ټلواله وايي د یمن له خاورې یې د یوه توغندي برید مخه نیولې ده.
حوثي ډلې چې ویل کېږي ایران یې ملاتړ کوي، ادعا کړې چې دې برید کې چې نن سهار ( جون ۲۳ ) وشو د سعودي دفاع وزارت، د استخباراتو مرکز او په پلازمېنه ریاض کې یې د پاچان سلمان هوايي ډګر او په سویل کې په جازان او نجران کې پوځي ځایونه په نښه شوي دي.
د دې ډلې یوه ویاند یحیی سریع ادعا کړې چې دې برید کې یې بالستیکي توغندي او بې پيلوټه الوتکې (ډرون) کارولي دي. دې ویاند تر دې هم د 'سختو بریدونو ' بریدونو ګواښ وکړ تر هغه چې د ده په وینا د یمن کلابندي ختمه شي.
خو د حوثې ډلې له دې بیان وړاندې د سعودي په مشرۍ په یمن کې د مشروع حکومت د ملاتړ ټلوالې ویاند ویلي وو چې د بالستیک توغندي یو برید یې شنډ کړی دی.
د سعودي رسمي خبري اژانس د ویاند ډګروال ترکي المالکي په حواله ویلي وو ګډو ځواکونو د سې شنبې پر سهار هغه بالستیک توغندی شنډ کړ چې د یمن له پلازمېنې صنعاء د ریاض پر لور توغول شوی وو او موخه یې د ده په وینا ولسي وګړي او ملکي ځایونه وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي المالکي دغه راز ویلي وو چې حوثې ډلې تېره شپه د اته ډرون او درې بالستیک توغندیو پرمټ د برید هڅه کړې خو د عربي ټلوالې ځواکونو له خوا یې مخه نیول شوې ده.
حوثي ډلې چې د یمن پلازمینه صنعاء په واک کې لري په تېره سپتمبر میاشت کې د سعودي د تیلو پر لویې کمپنۍ ارامکو د یو لړ بریدونو مسؤلیت ومانه.
دا بریدونه چې د سعودي د تیلو پر بنسټونو بې ساری بلل شوي د ډرون په کارولو شوي وو او حوثیانو ویلي ټولټال یې لس بریدونه کړي دي. سعودي ویلي وو دې برید کې په ایران کې جوړ شوي ډرون کار شوي خو ایران دا تور رد کړی وو.
د سعودي پر تېلو دغه برید په نړیواله کچه د تېلو پنځه سلنه راکړه ورکړه له کاره غورځولې وه.



















