تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس؛ هند له راتلونکې جنورۍ د واکسین پیلولو تمه لري
هندوستان کې د روغتیا وزارت چارواکي تمه لري چې د جنورۍ په میاشت کې د کووېډ- ۱۹ ضد واکسین کمپاین پیل کړي.
یوه چارواکي له نوم پرته وویل راتلونکو څو اونیو کې به د درملو د څارنې ادارې له خوا څو ډوله واکسینونه د بیړنۍ کارونې لپاره تایید شي.
هند کې دوو کمپنیو وار دمخه خپل جوړ کړي واکسینونه د کارونې لپاره وړاندیز کړي او شپږ نور هم د واکسین جوړولو په بېلا بېلو پړاونو کې دي.
په پام کې ده چې د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې هندوستان کې ۳۰۰ میلیونه وګړي واکسین شي.
هند د ریکاډ په کچه د کورونا وېروس نږدي ۱۰ میلیونه مثبتې پېښې لري او څه باندې ۱۴۴ زره کسان دغه هېواد کې تراوسه له کورونا مړه شوي دي.
امریکا کې موډرنا واکسین تایید ته هم لار برابره شوه
د امریکا د خوړو او درو ټولنې یا اېف ډي اې د خپلواکو کارپوهانو ډلې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره بل واکسین تایید کړ چې دې سره دغه واکسین ته د کارېدو اجازه برابرېږي.
دې سره تمه کېږي چې اېف ډي اې ډېر ژر د موډرنا شرکت واکسین ته - چې د امریکا د روغتیا موسسې په همکارۍ جوړ شوی- بېړنۍ اجازه ورکړي.
د اېف ډي اې سلاکارۍ پلاوي د ۲۰ مثبتو او یوې سپینې رایې سره دا واکسین تر ۱۸ کلونو ډېر عمره کسانو ته تایید کړ.
له دې تایید وروسته به موډرنا میلیونونه ډوزه واکسین وېشل پیل کړي چې لومړیو کې روغتیايي کارمنانو او د بوډاګانو خونونو کې استوګنو خلکو ته وشي.
دې ادارې تېره اونۍ فایزر/بیو اېن ټیک واکسین ته هم اجازه ورکړه او له تېرې شنبې امریکا کې دا واکسین لګول پیل شول.
روغتیايي چارواکي وايي، موډرنا واکسین ۹۴ سلنه خوندیتوب لري.
په دا مهال د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې وايي، چې امریکا کې تر درې لکو ډېر کسان له کورونا مړه شوي دي.
تېره چارشنبه په امریکا کې له کورونا په یوه ورځ ۳۶۰۰ کسان مړه شول چې دا په خپل ډول کې ریکارډ شمېره وه.