د بریتانیا پارلمان له حکومت وغوښتل چې د ایران سپاه پاسدران "ترهګره ډله" وبولي

g

د عکس سرچینه، STR

د خپرېدو وخت

د بریتانیا د پارلمان بهرنیو اړیکو کمېټې د بوریس جانسن له حکومت وغوښتل چې د ایران "سپاه پاسدران" د ترهګر بللو لپاره اړینې ارزونې پیل کړي.

دې کمېټې دا غوښتنه هم کړې چې د بریتانیا حکومت ایران کې د نازنین زاغري راتکلیف په څېر د خپلو وګړو "خپلسرې نیونه حکومتي یرغملول" وبولي او مقابل کې یې سخت تدبیرونه ونیسي.

د بهرنیو اړیکو کمېټه په - "له ایران سره د بریتانیا اړیکه: له عدالت پرته بری ناشونی دی" -رپوټ کې د ایران "بې ثباته کوونکو چارو" ته پر اوږدمهالي نړیوال غبرګون ټینګار کوي.

دا رپوټ وايي، سپاه پاسدران چې سیمه کې "د ټیکاو کمزورولو لپاره د ناحکومتي لوبغاړو او ترهګرو تلپاتې او ښکاره ملاتړ کوي، د بریتانیا د ۲۰۰۰ کال د ترهګرۍ قانون کې معیارونو سره سمون خوري. "

د دې کمېټې مشر تام توګندهات د بیانیې خپرولو سره وايي: "د ایران پر سپاه پاسدران بشپړ بندیز د دې ډلې له خوا د ترهګرۍ د ځواکمنولو او مالي ملاتړ په ځواب کې راتلونکی طبیعي ګام دی. د دې ډلې مخربه فلسفه او ایران او سیمه کې تاوتریخوالی د بندیز لپاره قانع کوونکي دلیلونه دي. "

د بهرنیو اړیکو کمېټه وړاندیزوي چې د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونه د سپاه پاسدران په هکله مالومات د دې ټولې ادارې د ممکنه "ترهګر" بللو لپاره وارزوي.

دې رپوټ کې د سپاه پر غړو د اروپايي ټولنې بندیزونو او د امریکا هغې پرېکړې ته هم اشاره شوې چې پر ۲۰۱۹ کال یې سپاه پاسدران بهرنۍ ترهګره ډله وبلله.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۹ کال لومړیو کې سپاه پاسدران د خپل هېواد د "ترهګرو" ډلو نوملړ ته ور زیاته کړه.

د ایران پارلمان هم په غبرګون کې د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان او د سنټکام په ګډون ور پورې تړلې کمپنۍ او موسسې "ترهګرې ډلې" وبللې.

سپاه پاسداران

د عکس سرچینه، anaj.ir

دې رپوټ کې له ایران سره د شپږو قدرتونو اټومي تړون هم "د تړون پوټکی" بلل شوی او غوښتنه شوې چې بریتانیا اوږدمهال کې د دې تړون په بدیل پسې وګرځي.

دا کمېټه له حکومت غواړي چې اوسمهال کې دې تړون کې پر ټولو ژمنو د درېدو لپاره د ټولو لورو د هوکړې او سیمه کې د بریتانیا د عرب ملګرو اندېښنې ځوابولو هڅه وشي.

دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د امریکا د ټاکلي ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان وروستیو کې ویلي، د ښاغلي بایډن حکومت غواړي اټومي تړون ته د ستنېدو او پر مادو یې د ایران درولو لپاره تهران بیا په "ډبي کې واچوي. "

امریکا پر ۲۰۱۸ کال له اټومي تړون ووتله او د نوي تړون لپاره یې پر ایران د ډېر فشار اچولو سیاست غوره کړ، خو په ځواب کې ایران هم دې تړون ته خپله ژمنتیا کمه کړه.

امریکا مختار کنډکونه "ترهګره ډله" وبلل

مختار

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې له غوښتنې سره هممهاله د امریکا حکومت ایران ته نږدې بحرینۍ ډله په بحرین کې پر امریکايي ځواکونو "د برید پلانونو د هڅې په تور د ترهګره ډلو" نوملړ ته ور زیاته کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بیانیه کې وايي، مختار کنډوکونه (سرایا المختار) د هغو ترهګرو هڅو له امله چې "د امریکا بهرنی سیاست او ملي ګټې ګواښي سخت ګواښ ګڼل کېږي."

نوموړي دا ډله بحرین کې د ایران ملاتړې "ترهګره ډله" بولي چې پرلپسې د ایران د سپاه پاسدران مالي او تجهیزاتي ملاتړ ترلاسوي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې د مختار کنډکونو ډېری غړي یا بحرین کې بندیان دي یا هم ایران ته تللي دي.