جو بایډن: له ایران سره به د مسلو حل ستونزمن وي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د ایران پر وړاندې د ډونلډ ټرمپ پر سیاستونو په نیوکې سره ویلي نه پوهېږي چې د محسن فخريزاده وژنه به د تهران او واشنګټن ترمنځ پر اختلافاتو څه اغېزه ولري.
ښاغلي بایډن ویلي د ایران او امریکا ترمنځ به د مسلو حل "ستونزمن وي".
هغه- چې له خپلې مرستیالې کماله هارېس سره یې په ګډه- سي اېن اېن سره مرکه کړې، د ډونلډ ټرمپ پر بهرني سیاست چې ایران سره چلن هم پکې شاملېږي نیوکه وکړه.
ښاغلي بایډن ویلي که ډونلډ ټرمپ یې د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو ته ورنه شي نو شخصآ پر ده اغیزه نه لري، خو زیاته کړې یې ده: "څه ته چې زه اندېښمن یم- په کورني سیاست تر اغېزوورهاخوا - بهرنۍ نړۍ ته زموږ د وړاندې کېدونکي تصویر په اړه اندېښنه ده".
بایډن تر دې وړاندې ویلي وو که ایران د اټومي هوکړې د محدودیتونو پلي کېدو ته راوګرځي نو دی به هم امریکا بېرته دغه تړون ته وګرځوي.
خو د ایران حکومت وايي د امریکا شرطونه نه مني. تازه د ایران پارلمان حکومت ته پر دغه هېواد د لګېدلو بندیزونو د لغوه کېدو لپاره دوه میاشتې وخت ټاکلی دی.
جو بایډن سي اېن اېن سره دې مرکه کې د ډونلډ ټرمپ په اړه ویلي: "مهمه دا ده چې د هغه لخوا د دغه رامنځته شوي اړودوړ پای کې وښیو چې واک په سوله ییز ډول لېږدول کېږي، سیال اړخونه سره درېږي، یو بل ته لاس ورکوي او تېر هېروي".
بایډن د محسن فخريزاده د وژلو په اړه وویل:"سخته ده چې ووایو" دا موضوع به د امریکا او ایران ترمنځ پر اختلافاتو "څومره" اغیز وشندي.
سي اېن اېن د دغه جګپوړي امریکايي چارواکي په حواله اسراییل د محسن فخريزاده د ترور مسوول بللي دي.
ښاغلي فخريزاده د ایران د پوځي او اټومي څېړنو جګپوړی چارواکی و.
دا هم وګورئ
جو بایډن سي اېن اېن ته ویلي: "وروستۍ خبره دا چې نشو کولی ایران ته اټومي وسلو ته د لاسرسي اجازه ورکړو".
هغه پر ډونلډ ټرمپ هم د ایران له اټومي هوکړې د وتلو له کبله بیا نیوکه وکړه.
بایډن وویل:"هغه له دې هوکړې ووت چې لا سخته هوکړه ترلاسه شي - خو څه ترلاسه شول؟ هغوی خپله اټومي وړتیا لوړه کړه او لګیا دي دا وړتیا ترلاسه کوي چې د اټومي وسلو اړین توکي ولري".
'د راکټي پروګرام ستونزه هم ده'
ښاغلي بایډن ویلي:"فکر کوم دا شیان به ډېر ستونزمن وي. خو پر یو څه پوهېږو- موږ په یوازې سر دا کار نه شو کولی. د همدې لپاره باید د یوې سترې ډلې برخه واوسو. یوازې د ایران پر وړاندې نه، بلکې د روسیې، چین او نورو مسلو په اړه هم همداسې".
تر هغه وروسته چې امریکا د ایران له اټومي هوکړې ووته - اروپايي متحدانو یې په کمساري ډول د دغه هېوا خلاف دریځ خپل کړ او له ایران سره لاسلیک کړې هوکړې ته ژمن پاتې شول.
د ۱۰۰ ورځو لپاره د ماسک تړلو غوښتنه

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا منتخب ولسمشر له سي اېن اېن شبکې سره په دې مرکه کې د کورنیو مسایلو په اړه ویلي د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به له امریکایانو وغواړي چې د ده د کار په لومړیو سلو ورځو کې ماسکونه وتړي.
جو بایډن وايي که ټول امریکایان ماسکونه وکاروي نو د کوویډ ۱۹ پېښې به "د پام وړ راکمې" شي.
هغه ویلي چې په ټولو دولتي ادارو کې به هم د ماسکونو د کارېدو امر وکړي.
متحدو ایالتونو کې تر دې دمه د کورونا ویروس تر ۱۴ میلیونو ډیرې مثبتې پېښې او د کوویډ ۱۹ ناروغۍ له کبله ۲۷۶ زره مړینې ثبت شوي چې د نړۍ تر بل هر هېواد لوړ ارقام دي.




















