فرانسې له توندلارۍ سره د اړیکو په شک د لسګونو جوماتونو پلټنه پیل کړه

پاریس

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، محکمې اکتوبر کې د شپږو میاشتو لپاره د پانتین ستر جومات د تړل کېدو حکم ورکړ
د خپرېدو وخت

فرانسوي چارواکو له اسلامي افراطیت سره د احتمالي اړیکو په شک د لسګونو جوماتونو او لمانځه لپاره د ځانګړو شویو تالارونو پلټنه پیل کړې ده.

د فرانسې کورنیو چارو وزیر جیرالډ ډارمانین د دغه کمپاین د پیلېدو د اعلان پر مهال ویلي هغه جوماتونه به وتړل شي چې د "درز رامنځته کیدو" هڅونه پرې زبادېږي.

دا ګام فرانسه کې د دا ډول افراطیت پر ضد د نوي قانون تر اعلان یوه اوونۍ وړاندې پورته شوی دی.

دا د تېر اکتوبر د بریدونو پر وړاندې غبرګون دی چې له یوه ښوونکي سیمویل پټې پکې سر پرې شو او پړه یې پر توندلارو اسلامپالو اچول شوې ده.

د فرانسوي رسنیو د رپوټ له مخې ښاغلي ډارمانین سیمه ییزو امنیتي چارواکو ته په یوه یادښت کې ویلي په دغه کمپاین کې به ۷۶ جوماتونه او د لمانځه تالارونه چې ۱۶ یې پاریس کې دي، په ځانګړي ډول وپلټل او وڅارل شي.

هغه له دې ډلې د ۱۸ جوماتونو اړوند د "بېړني عمل" امر کړی دی.

د فرانسې کورنیو چار وزیر په یوه یویټ کې دا د "درز اچولو خلاف ستر او بې مخینې ګام" بللی دی.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې دولتي څېړونکي به د دغه کمپاین پر مهال د دغو جوماتونو مالي ملاتړ، د ملا امامانو اړیکي او تنکیو ماشومانو ته د قرانکریم د زدکړې ممکنه مدرسې وڅېړي.

پاریس کې د بي بي سي هیو سکوفیلډ وايي په دې وروستیو کې د پولیسو د ناسم چلن او دغه راز د پولیس افسرانو د هویت پټ ساتل کېدو لپاره د وړاندیز شوي قانون پر سر د ناندریو له کبله د کورنیو چارو وزیر واکونه له پوښتونو سره مخامخ دي.

د توندلاریتوب کچه پراخه نه ده

مسلمانان فرانسه کې ټولټال ۲۶۰۰ عبادتځي لري او دې ته په کتو یې دغه ۷۶ جوماتونه یوازې یوه کوچنۍ برخه جوړوي.

د فرانسې کورنیو چارو وزیر وايي دغه حقیقت دا ښيي چې د فرانسې مسلمانانو کې "د پراخې کچې له افراطیت سره نه یو مخامخ".

هغه زیاتوي: "د فرانسې نږدې ټول مسلمانان جمهوري قوانینو ته درناوی لري او پر دغه [افراطیت] خواشیني دي".

دا هم وګورئ

له سیمویل پټي سر پرې کېدو او د نیس ښار کلیسا کې په چړې د درېو کسانو وژل کېدو ټولې فرانسې ته ټکان ورکړ.

په خواله رسنیو کې یو شمېر کسانو د پټي لخوا ټولګي کې د چارلي هېبدو طنزیه مجلې لخوا د اسلام د پېغمبر د خپرو شویو لانجمنو کاریکاتورنو په ښودل کېدو نیوکې کړې وې.

یوې باصلاحیته محکمې له دې کبله د شپږو میاشتو لپاره د پانتین ستر جومات د تړل کېدو حکم وکړ چې د ښاغلي پټي د غندنې ویډیو یې خپره کړې وه.

دا جومات د پلازمېنې پاریس د شمال ختیزې څنډې په یوه کم عایده سیمه کې پروت دی.

د فرانسې ملي هویت کې دولتي سیکولاریزم د زړه حیثیت لري.

د همدې لپاره عام ځایونه- که هغه ټولګي وي، کارځي یا وزارت خونې وي- باید له مذهبه لرې وساتل شي.