د فرانسې د ولسمشر څرګندونو پر ضد افغانستان او پاکستان کې مظاهرې شوې

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په افغان پلازمېنه کابل کې احتجاج
د خپرېدو وخت

د اسلام د پیغمبر (ص) د کارتونونو بیا خپراوی له حقه د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د ملاتړ څرګندولو پر ضد د افغانستان او پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې اعتراضي مظاهرې شوې دي. دغه غونډې په کابل، اسلام اباد، هرات، بدخشان، غور او ځینې نورو سیمو کې تر سره شوې دي.

د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د جمعې له لمانځه وروسته یو شمېر کسان لارو، کوڅو ته ووتل، د فرانسې ضد شعارونه یې ورکړل او د دغه هېواد بیرغ ته یې اور ورته کړ.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې یوې غونډې ته وینا کې له افغان حکومته وغوښتل چې له فرانسې سره هر ډول اړیکي پرې کړي او په کابل کې د دغه هېواد سفارت وتړي.

د دوو وروستیو ورځو اوږدو کې دغه احتجاجي مظاهرې سوله ییزې وې او د تاوتریخوالي رپوټ نه دی ورکړل شوی. افغان حکومت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباده هم دې لړ کې د مظاهرو رپوټونه ورکړل شوي دي. ځايي پولیس وايي، له دوو تر دوه نیم سوو کسانو پورې احتجاج کوونکو غوښتل د فرانسې سفارت مخکې احتجاج وکړي، خو پولیسو یې مخه ونیوه.

اسلام اباد
د عکس تشریح، د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې احتجاج

رپوټونو کې ویل شوي، له هغه وروسته احتجاجیان او پولیس سره لاس او ګرېوان شول او پولیسو د احتجاجیانو خپرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی.

د پلازمېنې مرستیال کمشنر حمزه شفقات د بي بي سي خبریالې سحر بلوچ ته ویلي، د مظاهره کوونکو خپرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارول شوی او د اوس لپاره احتجاجیان له هغه ځایه په شا شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، سرینا هوټل ته څېرمه دې مظاهره کې د بېلا بېلو مذهبي ګوندونو کسانو برخه درلوده. د چارواکو په خبره احتجاج کوونکو له مخنیوي وروسته هوټل ته څېرمه ځنګله ته اور ورته کړی دی.

A nun prays in front of candles and flowers left in tribute to the victims of a knife attack at the Notre Dame church in Nice, France, October 30, 2020

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هغې کلیسا مخکې د ګلونو ګېډۍ کېښودل کېږي چې برید پکې شوی و

بل لور ته د فرانسې سویلي ښار نیس کې نن د جمعې پر سهار د هغو دریو کسانو ویر کېده، چې د دغه ښار یوې کلیسا په یوه مشکوک جهادي برید کې ووژل شول. د نېترودام کلیسا مخکې ځايي اوسېدونکو د ګلونو ګېډې کېښودې او شمعې یې بلې کړې.

ولسمشر ایمانویل مکرون د پنجشنبې ورځې دا برید 'اسلامپاله ترهګریز برید ' بللی. نوموړي د جمعې پر ورځ د امنیتي ادارو لوړ پوړو مشرانو یوه غونډه بللې. په دوو اونیو کې له دوو ورته بریدونو وروسته د فرانسې لر او بر ښوونځیو او عبادت ځایونو کې امنیتي تدبیرونه سخت شوي دي.

د روانې میاشتې لومړیو کې له یوه فرانسوي ښوونکي له هغه وروسته سر غوڅ کړل شو، چې خپلو ځينې زدکوونکو ته یې د اسلام پیغمبر (ص) کارتون ښوولی و.

د ښاغلي مکرون له لوري د دې ډول کارتونونو خپرولو له حقه دفاع په ډېری هغو هېوادونو کې د خلکو غوسه وپاروله چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي.

له وروستي برید وروسته فرانسوي پولیسو هغه ۲۱ کلن تونسی بریدګر په ډزو ټپي کړ، چې ویل کېږي په دا وروستیو کې اروپا ته رسېدلی و.

فرانسه کې پر کلیسا برید چا وکړ؟

فرانسه

د عکس سرچینه، EPA

فرانسوي چارواکي وايي هغه سړی چې تېره ورځ یې نیس ښار کې له کلیسا سره برید کې درې کسان ووژل په دې وروستېو کې اروپا ته ورغلی و.

په دغه برید کې درې کسان وژل شوي وو او په خټه تونسی۲۱ کلن بریدګر د پېښې ځان کې نیول شوی دی.

هغه د پولیسو په ډزو ټپي شوی او اوس یې د نیس ښار په یوه روغتون کې د نازک وضعیت درملنه کېږي.

چارواکو که څه هم تر اوسه رسمآ د دغه سړي نوم نه دی رسنیز کړی خو د د امنیتي سرچېنو په حواله هغه براهیم ایویساوې نومیږي.

چارواکو ویلي هغه ته د سفر اسناد د ایټالیا سره صلیب ورکړي دي. نوموړي ته دا اسناد تېره میاشت د ګډوالو په یوه بېړۍ کې ایټالیا ته تر رسېدو وروسته ورکړ شوي دي.

د پولیسو په وینا دې پېښه کې له وژل شویو کسانو د یوې مېرمنې سر پرې شوی دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانويل مکرون دا د "توندلارو اسلامپالو برید" بللی دی.

مکرون ویلي تر دې پېښې وروسته د کلیساوو او ښوونځېو په څېر د عامه ځایونو د امنیت ساتنې لپاره د سرتېرو شمېر له درېو اووه زرو ته لوړیږي.

د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ د دې پېښې په تړاو څیړنې پیل کړې دي.

پر دې سربېره فرانسه کې امنیتي چمتوالی تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی.

دا په تېرو څلورو کلونو کې فرانسه کې تر ټولو سخت امنیتي چمتوالی بلل شوی دی.

د روانې میاشتې لومړېو کې د تاریخ له یوه ښوونکي پاريس ته نږدې خپل ټولګي کې د اسلام د پېغمبر د کاریکاتور د ښودلو له کبله سر پرې شو.

تر دې پېښې وروسته فرانسه کې کړکیچ ډیر شو او د فرانسې حکومت د توندلارو اسلامپالو خلاف د ګام اخیستو پرېکړه وکړه خو د ترکیې په ګډون ځینو اسلامي هېوادونو فرانسه کې د مسلمانانو د خونديتوب په اړه اندېښنه وښوده.

له بریدګر څه ترلاسه شوي؟

یو قرباني د کلیسا خادم و.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یو قرباني د کلیسا خادم و.

د نیس ښاروال ویلي چې کله بریدګر د پېښې په ځای کې نیول کېده نو د "الله اکبر" پرله پسې نارې یې وهلې.

پولیسو پر هغه ډزې کړې او په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

فرانسه کې د ترهګرۍ ضد څارنوال ژان فرانسیوس ریچارد په وینا له هغه یو ټوک قران، دوه تلېفونونه او یو ۱۲ انچه چړه ترلاسه شوې ده.

نوموړی وایي: "له بریدګر یو بیک په لاس راغلی - نږدې ورته دوه چړې هم پرتې وې خو هغه په دې برید کې نه دي کارول شوې."

د پولیسو سرچینو ویلي مشکوک بریدګر براهیم ایویساوې نومیږي او په ډزو تر لګېدو وروسته یې وضعیت نازک دی.

د فرانسې ولسمشر اېمانېول مکرون نیس ته تر تګ وروسته ویلي "که پر موږ دویم وار برید کېږي نو لامل به یې پر ازادۍ زموږ باور وي. نن یې یو ځل بیا په پوره واضحت سره وایم موږ تسليمېدونکي نه یو. "

د نیس د برید قربانیان څوک دي؟

فرانسه

د عکس سرچینه، Reuters

پر درې واړو وژل شویو کلیسا کې برید شوی و. دا پېښه د پنجشنبې په سهار داسې مهال وشوه چې د عبادت وخت نږدې و - په قربانیانو کې یې یوه ۶۰ کلنه ښځه ده چې سر ترې پرې شوی - د یوه ۵۵ کلن سړي مرۍ هم پرې شوې ده.

دریم وژل شوی کس د کلیسا خدمتګار و. ویل کېږي هغه ښځه او دوه ماشومان درلودل.

د پېښې دریمه قرباني هم یوه ۴۴ کلنه ښځه ده.

هغه د چړې په ګوزارونو تر لګېدو وروسته تښتېدلې او یوې نږدې کېفې کې پټه شوې وه - خو هلته د ټپونو له کبله مړه شوه.

یوه عیني شاهد نیس ښار کې د امنیتي سیستم لخوا د خطر لګول شوی زنګ کړنګولی او ټول یې خبر کړي دي.

کلیسا ته څېرمه یوه مېشت عیني شاهد کلویې بي بي سي ته ویلي "کوڅه کې مو د خلکو ډیرې نارې سورې واورېدې. له کړکۍ مو بهر وکتل - ډېر پولیس را روان وو او د ډزو غږونه هم اورېدل کیدل. "

څلور کاله وړاندې، د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۴مه په همدغه نیس ښار کې یوه ۳۱ کلن ټونسي سړي خپله لارۍ د خلکو په ګڼه ګوڼه ورخیږولې وه چې ۸۶ کسان پکې وژل شوي وو.

هغه فرانسه کې د ترهګرۍ تر ټولو خونړی برید بلل شوی.

د مهاتیر محمد د ټوېټر بندېدو غوښتنه

ټوېتر

د عکس سرچینه، Getty Images

له بلې خوا فرانسې له ټوېټر خواله رسنۍ غوښتي چې د مالیزیا د پخواني لومړي وزیر مهاتیر محمد د وروستي ټوېټ له امله د نوموړي ټوېټري حساب بند کړي.

مهاتیر محمد چې د مالیزیا څلورم او اوم لومړی وزیر و فرانسه کې د تېرو ورځو پېښو ته په غبرګون کې ویلي:

"مسلمانان حق لري چې فرانسې ته غوسه شي او دغه هېواد کې د تېرو ډلوژنو له امله میلیونونه فرانسویان ووژني. "

ټوېټر هم د مهاتیر محمد پر دې ټویټ خبرداری لیکلی او د دې خواله رسنیۍ د اصولو خلاف بللی، خو فرانسه د دې ټوېټري حساب د بندېدو غوښتنه کوي.

د ټوېټر خبرداري کې راغلي: "دا ټوېټ د تاوتریخوالي دودلو د مخنیوي لپاره د ټوېټر د اصولو خلاف دی، خو دې پایلې ته ورسېدو چې پاتې کېدل یې له عمومي ګټو سره همغږي دي. "