پاکستان: کره ثبوتونه لرو چې هند د ترهګرۍ پېښو کې لاس لري

د عکس سرچینه، EPA
- Author, سحر بلوچ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د هند او پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې کنټرول کرښې یا ایل او سي ته نژدې پر یوه بل د ډزو له پېښې یوه ورځ وروسته پاکستاني چارواکو په خپل هېواد کې د 'بې ثباتۍ حالت رامنځته کولو ' تور پر هند پورې کړ.
د شنبې پر ورځ د پاکستان بهرنیو چار وزیر او د دغه هېواد پوځي ویاند بابر افتخار وویل، 'داسې کره شواهد ' شته چې پاکستان کې د ترهګرۍ پېښو تر شا د 'هند او د دغه هېواد څارګرې ادارې لاس لري. '
د یادونې ده چې په تېر کې هندي چارواکو د پاکستان دغه ډول تورونه بې بنسټه بللي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت کې د یوه ساعته خبري غونډې ترڅ کې پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې هند په پاکستان کې د یو شمېر ډلو له لارې د ترهګرۍ پېښو ته لمن وهي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي غونډې ته وویل:
''معمولاً موږ ته ویل کېږي، چې ثبوت وړاندې کړو، نن موږ په نړیواله کچه د ټول شویو ثبوتونو په یو ځای کولو سره د هند ارادو ته پام راګرځوو. له دې وروسته به د پاکستان لپاره پټه خوله پاتې کېدل بې ګټې وې او د سیمې سولې او ټیکاو لپاره به هم دا مناسبه نه وي. ''
ښاغلي قریشي د غونډې په پيل کې وویل، چې هېواد ته یې د ترهګرۍ له کبله ډېر زیان اوښتی، چې په وینا یې په 'نړیواله کچه یې ځینې مني او ځینې یې نه مني. '
نوموړی وايي، 'پاکستان کې له ۲۰۰۱ کاله تر ۲۰۲۰ پورې د ۱۳۰ ترهګریز بریدونه شوي، چې ۸۳۰۰۰ کسان پکې وژل شوي او ۳۲۰۰۰ ټپیان شوي دي. '
ښاغلی قریشي تور پورې کړ چې 'هند په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره د خپلې خاورې اجازه ورکوله او د شاوخوا سیمه یې هم کارووله. '
ښاغلي قریشي تور پورې کړ چې په دا وروستیو کې د پېښور او کوټې پېښو کې هم هند لاس درلود، خو بل لور ته د دې څرګندونو په ځواب کې هند تر اوسه څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، SDMA MUZAFFARABAD
د پاکستان پوځ ویاند وايي، هند هغه ټول ترهګر تنظیمونه سملاسي خپل کړل، چې د ده په وینا له پاکستانه یې جرړې ایستل شوې وې.
ښاغلی افتخار وايي، بلوچستان ایالت کې د بلوچ لیبرېشن ارمي 'د بلوچستان د خپلواکۍ سر تیري ' (بي ایل اې) په وسیله د کړکېچ رامنځته کولو هڅه کېده، چې په وینا یې اوس هم روانه ده:
' کراچۍ کې د الطاف حسین ګوند اړوند وسله والو ته د وسلې ورکولو له لارې هند له دې ډلو سره مالي مرستې کولې. '
ښاغلي بابر دغه راز تور پورې کړ، چې 'هند د ټولو ترهګرو ډلو تر منځ د یوې ټلوالې رامنځته کول غواړي. '
نوموړی وايي:
'دې کې د ملتپالو ګوندونو اړوند ډلې هم شته. بل لور ته د تحریک طالبان پاکستان، جماعت الحرار او حرکت الانصار تر منځ د ۲۰۲۰ په اګست کې د اتحاد رامنځته کولو وروسته هند د دوی یو پراخه ټلواله رامنځته کول غواړي، چې بلوچستان لیبرېشن ارمي، بلوچستان لیبرېشن فرنټ او بلوچستان ریپبلیکن ارمي اړوند بېلتون پالې ډلې هم پکې شته. دا ټولې (بلوڅ بېلتون پالې) ډلې دي، چې په ۲۰۱۸ کال کې د رامنځته شوي بلوچ راجیې اجويي سنګر( بي ار اې ایس) غړي دي. '

د عکس سرچینه، EPA
نوموړی ادعا کوي چې د دې ټولو ډلو ملاتړی او طراح د هندي استخباراتو افسر کرنل راجیش دی، چې په وینا یې په افغانستان کې سفارت کې کار کوي.
نوموړی وايي، 'له نورو ثبوتونو سره سره په فارسي ژبه یو لیکل شوی لیک هم د دې ثبوت دی، چې کرنل راجیش د دې تنظیمونو له مشرانو سره په کراچۍ، پېښور او لاهور کې د دسمبر او نومبر میاشتو کې د ترهګرۍ پېښو زیاتولو په موخه اړیکه شوې ده. '
د پاکستاني پوځ ویاند تور پورې کوي، چې له داعش ډلې سره پاکستان ته د تړاو ورکولو په موخه هندي څارګرو ادارو له هنده د دغې ډلې ۳۰ وسله وال غړي د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سیمې کمپونو ته رسولي دي.
پاکستاني چارواکو له دې مخکې هم پر هندي استخباراتو ورته تورونه پورې کړي دي، چې هند حکومت رد کړي دي.



















