له امریکا وروسته افغانستان کې د پاکستان او هند سیالي

د افغان سولې خبرو پیلېدو پسې ځینې افغان مشران د هند او پاکستان په بلنه دغو هېوادونو ته لاړل او له مهمو سیاسي او پوځي چارواکو سره یې ولیلد.
د ملي پخلاینې شورا مشر وروستیو کې پاکستان ته لاړ او د همدې لیدنو لړ کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پاکستان، عبدالرشید دوستم او د هند د پخوانۍ ملګرې شمال ټلوالې مهم قومندان عطا محمد نور هند ته لاړل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو د دغه هېواد له چارواکو سره وغږېږي.
له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان پسې هند او پاکستان افغانستان کې د نویمې لسیزې له تکرار اندېښمن دي.
عمران خان تېره (شنبه، اکتوبر ۳۱مه) د جرمني له "شپیګل" مجلې سره په مرکه کې وویل چې ده په دې وروستیو کې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار او د افغانستان د روغې جوړي عالي شورا مشرعبدالله عبدالله سره کتلي او ویلي دي چې "موږ په افغانستان کې هېڅ ګټه نه لرو. زموږ یوازېنۍ ګټه دا ده چې د کابل راتلونکی دولت هند ته اجازه ورنه کړي چې له هغه ځای په پاکستان کې عملیات وکړي."
هندي چارواکي هم دا اندېښنه لري او له افغان چارواکو سره یې خبرو کې ټینګار کړی چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو تلو پسې افغان خاوره کې د لښکر طیبه او جیش محمد په څېر د توندلارو ډلو فعالېدو ته اندېښمن دي.
دا ډلې کشمیر کې د هندي ځواکونو پرضد فعالیت کوي.
پر ۲۰۰۱ کال د طالبانو د واکمنۍ پرځېدو پسې هند افغانستان کې نږدې دوه میلیارد ډالر د بیا رغونې پروژ کې لګولي، خو اسلام اباد له ډېلي سره د کشمیر پر سر د اختلاف له امله افغانستان کې د هند هر ډول شتون او نفوذ خپل امنیت ته ګواښ بولي.

ولسمشر غني له دې مخکې ویلي، چې پاکستاني طالبان افغان طالبانو سره فکري نږدېوالی لري، خو افغانستان پورې یې سیاسي پروګرام تړلی نه دی.
د هند او پاکستان له دې اختلافونو سره سره کابل تل ټینګار کړی چې هند په افغانستان کې د پاکستان ضد فعالیت نه لري او افغانستان کې د هند شتون باید د طالبانو د ملاتړ د سپیناوي لپاره پلمه نه شي.
د هند هندوستان ټایمز ورځپانه هم وايي، د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د کابل د مشرانو له ډېرو لورو سره لیدنې د نوي ډېلي د اړیکو یوه برخه ده.
هندي رسنۍ وايي، عبدالله عبدالله د هند لومړي وزیر نرېندر مودي، د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر، د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال سره لیدنه کې افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګولو لپاره د هند مهم رول تایید کړی او له افغان ولس او حکومت یې د هند د پایښتي ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د هندي رسنیو د رپوټ له مخې عطامحمد نور هم ویلي، احساسوي چې د افغانستان د پراختیا بهیر کې د مهم هېواد په توګه هند خپل توان د سولې خبرو د اسانچاري رول ته بدلولی شي.
هندي رسنیۍ وايي، افغان مشرانو له هند غوښتي چې له طالبانو سره د سولې خبرو کې همکاري وکړي.
ګلبدین حکمتیار هم اسلام اباد کې وویل، له طالبانو سره ځانګړې خبرې غواړي او همدارنګه یې د افغان کړکېچ یواځنۍ حل لار لنډمهالی حکومت وباله.
اندېښنې څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو پسې هند او د شمال ټلوالې مشران اندېښمن دي چې پاکستان به افغان سیاست کې بیا ډېر رول ولري، ځکه د افغانستان بدلونونو کې د اسلام اباد او نوي ډېلي انډول رول غواړي.
د هندي رسنیو د رپوټ له مخې افغانستان کې د طالبانو ځینې مخالفو مشرانو هندي چارواکو ته ویلي که هېواد کې یې وضعیت نویمې لسیزې ته ګرځي، نو دوی د طالبانو پرضد جنګېدو ته تیار دي.
کارپوهان وايي، که څه هم کابل ډاډمنوي چې افغان خاوره به د هند ضد ونه کارول شي، خو د حکومت او طالبانو له خبرو وروسته به ریښتونی تصور وړاندې شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د روان کال لومړیو کې وویل، که نوی ډېلی اندېښمن وي نو د ترهګریزو چارو په تړاو دې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
خو هندوستان ټایمز ورځپاڼه وايي، نوي ډېلي لا هم له طالبانو سره د دا ډول خبرو پرېکړه نه ده کړې.
ځینې شنونکي هم وايي، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د طالبانو او افغان جهادي مشرانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره د اسانچاري رول غوښتل غواړي.
دی وايي، دا مهال هیڅوک اټکلولی نه شي چې د افغانستان حالات کومې خوا ته روان دي.
نوموړی دعوه کوي چې له بل هر هېواد پاکستان افغان سولې ته ډېره اړتیا لري.
د هغه په خبره، له افغانستان سره پر کرښه پرتې قبایلي سیمې له ۱۵ کلونو راهیسې ورانې شوې او نیمايي خلک یې کډوال دي او تر یو نیم میلیون وګړي یې د پاکستاني طالبانو او پوځ د نښتو قرباني دي.

خو له دې سره د افغان سولې خبرو کې لا هم پرمختګ نشته او لا هم مالومه نه ده چې دا خبرې به افغان ښکېلو لورو او د سیمې هېوادونو ته څرګنده او د منلو نتیجه ولري که نه.
ډېر باور دا هم دی چې کابل لا هم افغانستان کې د خپل سیال د شتون په هکله پاکستان خاطرجمع کړی نه دی او دا په دې مانا ده چې پاکستان دوه ګونی سیاست ولري.
دې برخه کې ښايي د اسلام اباد لپاره د امریکا د پخواني سفیر پټرسن خبرې رڼايي واچوي چې واشنګټن ته یې پغیام کې لیکلي، پاکستان چې له هند ډاډه نه شي، که هر څومره پیسې هم ورکړئ، بیا به هم د توندلارو ملاتړ نه پرېږدي.


















