عمران خان له فېسبوک د اسلام ضد مطالبو پر خپرولو د بندیز غوښتنه وکړه

فېسبوک، عمران، پاکستان، اسلام

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عمران خان له مارک زوکربرګ نه دا غوښتنه یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون یې پر ''اسلام په برید ''تورن کړ.
د خپرېدو وخت

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د فېسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ ته په استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د اسلام ضد مطالبو خپرولو باندې بندیز ولګوي ځکه چې په وینا یې دغه ډول مطالب، ''کرکه، سخت دریځي او تاوتریخوالی '' هڅوي.

عمران خان له مارک زوکربرګ دا غوښتنه یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون یې پر ''اسلام په برید ''تورن کړ.

دا په داسې حال کې ده چې فېسبوک وار دمخه داسې یوه تګلاره لري چې له مخې یې هغه ویناوې له فېسبوک لری کوي چې کرکه خپروي.

فېسبوک وايي دا هغه ویناوې دي چې پکې مخامخ پر خلکو له نژادي، قومي، سیمه ییز یا مذهبي پلوه برید شوی وي.

د پاکستان د لومړي وزیر په لیک کې چې پر ټوېټر خپور شوی د فېسبوک ادارې هغې پرېکړې ته اشاره شوې چې له مخې یې هغو مطالبو باندې بندیز لګول شوی چې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د یهودانو ټولوژنه پکې رد شوې وي یا یې په اړه ناسم معلومات ورکړل شوي وي.

عمران خان له مارک زوکربرګ نه غوښتنه کړې چې همداسې یوه تګلاره دې د اسلام ضد مطالبو لپاره هم جوړه کړي.

هغه ویلي د کرکې خپرولو په اړه پیغامونو باندې دې له یوې مخې بندیز ولګول شي.

پرون وروسته له هغه چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د تاریخ یوه ښوونکي ته چې په ټولګي کې د حضرت محمد (ص) د کاریکاتور له ښوولو وروسته ووژل شو د درناوي مراتب وړاندې کړل د پاکستان لومړي وزیر ښاغلی مکرون پر ''اسلام په برید '' تورن کړ.

د فرانسې ولسمشر ویلي و دا ښوونکی په دې خاطر ووژل شو چې ''اسلامپالي زموږ راتلونکی غواړي '' خو فرانسه به ''له کاریکاتورانو نه لاس وانخلي ''.

تر دې وروسته عمران خان په یوه ټوېټ کې وویل ''دا بدمرغي ده چې ښاغلي مکرون پر هغو ترهګرو چې تاوتریخوالی یې کړی د برید پرځای د اسلام ضد هڅونه وکړه او پر اسلام یې برید وکړ ''.

دغه راز په منځني ختیځ کې هم دوکانونو له فرانسوي تولیداتو سره وروسته له هغه پرېکون وکړ چې ښاغلي مکرون د حضرت محمد (ص) د کاریکاتور د ښوولو دفاع وکړه.

په اسلامي نړۍ کې او مسلمانان د حضرت محمد (ص) کاریکاتور هغه ته سپکاوي ګڼي.