تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د دمشق مفتي عدنان الافیوني وژل شوی
د دمشق مفتي شیخ عدنان الافیونيي د پلازمېنې شمال لوېديځ قدسیا سیمه کې هغه مهال ووژل شو، پر موټر پورې نښلول شوي چاودېدونکي توکي وچاودل.
د سوریې د اوقافو وزارت وايي، افیوني د سوري ولسمشر بشارالاسد نژدې کس و او له سوري مخالفو ډلو سره د حکومت د هوکړې عملي کولو کې یې مهم رول لوبولی دی.
تر اوسه سوري چارواکو د نوموړي د وژل کېدو د پړې ګوته کومې ډلې ته نه ده نیولې.
شیخ افیوني څوک و؟
د سوریې د اوقافو وزارت وايي، شیخ افیوني د سوریې او اسلامي نړۍ لوی عالم و او د سخت دریخۍ پر وړاندې د شام نړیوال اسلامي مرکز منشي هم و.
شیخ عدنان افیوني په ۱۹۵۴ کال دمشق ښار کې زیږېدلی، لومړنۍ زدکړې یې په مدرسو کې کړې دي، بیا د دعوت او ارشاد شرعي انستیتیوت ته لېږدېدلی دی.
ام درمان اسلامي پوهنتون کې یې هم لوړې زدکړې کړې دي، هلته یې ماسټري کړې ده.
عدنان افیوني په دیني چارو کې بېلابېلې دنده ترسره کړې.
د دمشق د ارشاد مشر تېر شوی.
په ۲۰۱۹ کال نوموړی د سخت دریځۍ پر وړاندې د شام نړیوال اسلامي مرکز مشر شو، دا مرکز د ملا امامانو او خطیبانو لپاره پروګرامونه لري.
افیوني داسې مهال وژل شوی چې له تېرې څه مودې راهیسې هلته هدفي وژنې کمې شوې دي.د دمشق مفتي عدنان الافیوني وژل شوی