تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عراقچي: ښايي له امریکا سره راتلونکو څو ورځو کې توافق وشي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایراني ټلویزیون په ماښامنۍ خپرونه کې د یوې مرکې په ترڅ کې وویل، ''موږ د بل هر وخت پرتله ډېر تفاهم ته نژدې یو. دا ښايي په راتلونکو، یوه دوې ورځو کې وشي، ښايي په راتلونکو څو ورځو کې وشي.''
هغه یو ځل بیا د خپل هیواد له رسنیو وغوښتل چې له داسې اټکلونو ډډه وکړي چې کولی شي "فضا ګډوډه کړي او دا فرصت زیانمن کړي."
ښاغلي عراقچي وویل، که څه هم د حجم له مخې دا یادښت دوې پاڼې یا یوه نیمه پاڼه دی، خو دوې میاشتې کېږي، چې خبرې پرې شوې او هرې جملې او بندونو ته یې بیا بیا کتنه شوې.
هغه وویل: "راپورونه په وخت سره د ملي امنیت عالي شورا او امنیتي ادارو ته سپارل شوي او پوځي ځواکونو هم د هرمز تنګي او د جګړې پای ته رسېدو په ګډون مهم مسایل څارلي دي."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي: ''د دغه کار پایله د ایران د خلکو د ګټو لپاره ښه پایله ده چې په ډګر کې د دغه هېواد د بریاوو د تثبیت لامل کېږي. دغه بریالیتوبونه په کورنیو او نړیوالو ډګرونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت شتون او اقتدار هم پیاوړی کوی.''
ښاغلي عراقچي وايي، د هرمز تنګی د ایران او عمان تر واکمنۍ لاندې دی او زیاته یې کړه چې تر اوسه دغه خدمت وړیا و، ''خو د ایران اسلامي جمهوریت پرېکړه کړې چې د هرمز تنګي د ادارې راتلونکی به له تېر سره توپیر ولري.''
عباس عراقچي د ایران دولتي ټلویزیون ته وویل، په دې تړون کې د ایران د بندیزونو لېرې کول هم شامل دي، خو د ایران د اټومي پروګرام په تړاو خبرې به وروسته پیل شي.
امریکایي چارواکو د تړون ځینې جزئیات تائید کړي، او ویلي یې دي چې د ایران لپاره اقتصادي ګټې به د تهران لخوا د خپلو مکلفیتونو پوره کولو پورې اړه ولري.
دغه جګړه د فبروري په ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائیلوله بریدونو سره پیل شوه، او ایران پر اسرائیلو او په خلیج کې یې د امریکا متحدو ایالتونو پر متحدینو بریدونه وکړل او دغه راز یې هرمز تنګی وتړلو، چې د نړۍ د تېلو او اوبلن طبیعي ګازو لپاره د بار وړلو یوه مهمه لاره ده.
سره له دې چې په اپریل کې د اوربند موافقه وشوه، امریکا او ایران په وقفه یي ډول یو پر بل بریدونه وکړل، چې روانه اونۍ د یو بل پر وړاندې د بریدونو دوه پړاوونه هم پکې شامل دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ وویل چې ده پر ایران "ټاکل شوي بریدونه" لغو کړي دي، ځکه چې په خبره یې مرکچیانو "یو مهم جوړجاړی کړی" یو داسې هوکړه، چې احتمال لري په نژدې راتلونکي کې لاسلیک شي.
د جمعې په ورځ، ایراني رسنیو د ادعا شوي ۱۴ مادې توافق ځینې جزیات خپاره کړل چې ټرمپ وویل "له هغو شرایطو سره هیڅ تړاو نه لري چې موافقه پرې شوې" او "له واقعیت سره هیڅ تړاو نه لري".
شهباز شریف: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د موافقې پر وروستي او منل شوي متن موافقه شوې
له دې څو ساعته وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، چې هېواد یې په مذاکراتو کې مرسته کړې، وویل، د سختو دیپلوماتیکو هڅو پایله کې، د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د موافقې پر وروستۍ متن موافقه شوې او اوس یې د پلي کولو راتلونکو پړاوونو کار کېږي.
پر اېکس خواله رسنۍ یوه خپره شوې اعلامیه کې لومړي وزیر شهباز شریف وویل، د پاکستان لخوا د منځګړیتوب روانو هڅو په ترڅ کې، د 'ناسمو معلوماتو کمپاین' هم راپورته کیږي، چې د هغه په وینا، د سولې پروسې اغیزمنولو هڅه ده.
هغه زیاته کړه چې 'له دې ټولو راپورونو پرته، موږ تائیدوو چې د سولې د موافقې پر وروستۍ او متقابل ډول منل شوي متن موافقه شوې ده.'
د ښاغلي شریف په خبره، پاکستان اوس له لوریو سره په نژدې همکارۍ د راتلونکو ګامونو د نهايي کولو لپاره کار کوي. هغه وویل، "سوله هیڅکله هم د اوس پرتله نژدې نه وه."
د شهباز شریف په څرګندونو کې د سولې د بهیر په اړه جزئیات نه دي وړاندې شوي.