سوریه کې هغه غار چې داعش مړي ور اچول

د خپرېدو وخت

د انساني حقونو څارونکي وايي، داعش د سوریې شمال ختیځ ته هوته غار ته د بندیانو او تښتولیو کسانو مړي اچول.

د هوته په هکله پلټنې له هغه وروسته پیل شوې چې د انساني حقونو فعالانو ته د ۲۰۱۴ کال رسېدلې ویډیو ښيي چې داعشیان دغه ۵۰ متره ژور غار ته مړي اچوي.

د انساني حقونو څارونکي باوري دي چې د داعش له ماتې وروسته هم دې غار ته مړي ور غورځېدل.

دې ادارې له ځايي چارواکو غوښتي چې دغه غار او شاوخوا سیمه یې وڅاري، د مړو پاتې شوني ترې را وباسي او جنګي او جنايي څېړونو کې د کارېدونکو سندونو په توګه یې وساتي.

تر اوسه د سوریې هغو سیمو کې- چې د داعش ولکه کې وې-له ۲۰ ډېر ډله ییز قبرونه موندل شوي چې زرګونه مړي پکې ښخ شوي وو.

د انساني حقونو څو ادارې باوري دي چې دا مړي تر ډېره د سوریې د فعالانو، د انسان دوستانه چارو مرستندویانو، خبریالانو او ان هغو اوسېدونکو دي چې داعش په نافرمانۍ او مخالفت تورنول.

داعش یو وخت د سوریې له لوېدیځ د عراق تر ختیځ پورې ۸۸ زره کیلومتره مربع سیمه باندې ولکه درلوده او پر نږدې اته میلیونه وګړو یې خپل واک تپلی و.

د رقه شمال ته په ۸۵ کیلومترۍ کې هوته د طبیعي ښکلا له امله شهرت لري.

د انساني حقونو د څارډلې یوه څېړونکې سارا کایالي- چې پر هوته څېړنه کوي- وايي، د ۲۰۱۳ کال تر ۲۰۱۵ کال چې داعش پر دې سیمه ولکه درلوده، د هوته له نوم سره "وحشت او وېره" ملګري وو:

"په دې پوهېدل ډېر مهم دي چې د داعش له زرګونو اعدامیانو سره څه وشول، ترڅو د دې ډلې وژونکي محاکمه کړو. موږ باید په ډاګه کړو چې هلته او د داعش نورو ډله ییزو قبرونو کې څه تېر شوي دي".

د انساني حقونو څارډلې د دوشنبې په ورځ یوه رپوټ کې د ځایوالو له خولې ویلي، وسلوالو خلک هلته په غورځولو ګواښل.

ځینو ویلي، د هوته پر خوله یې مړي لیدلي دي.

د داعش یوه ریکارډ شوې ویډیو- چې پر ۲۰۱۴ کال خواله رسنیو کې خپره شوه- یوه ډله وسلوال ښيي چې د دوو کسانو مړي دغه غار ته اچوي.

د انساني حقونو د څارډلې څېړونکو پر ۲۰۱۸ کال یوه بې پیلوټه الوتکه د دې غار خولې ته ولېږله، چې اخیستل شویو انځورونو کې یې ۶ مړي د اوبو پر سر تاوېدل، خو د انسان د مړي ورستېدلو او له منځه تللو وخت ته په پام دوی نتیجه واخیسته چې دا مړي د داعش له ماتې او د سیمې له پاکولو وروسته وخت پورې تړلي دي.

د هوته جغرافیايي ځانګړنې هم ښيي چې دا غار تر هغه ډېر ژور دی چې بې پیلوټه الوتکه یې پوره انځورونه واخلي او اوبو کې یې د ډېرو مړو امکان شته.

اوس د انساني حقونو څارونکي وايي، هره اداره چې پر هوته واک لري، پکار ده دې غار ته د جرم د پېښېدو د ځای په سترګه وګوري، مړي وپېژني او د مرګ ډول او هلته یې د لېږدولو څرنګوالی وارزوي.

دا مهال پر دې سیمه د بشار اسد د حکومت مخالفان او د ترکیې ملاتړي وسلوال واکمن دي.

دوی تېر کال دا سیمه د امریکا له ملاتړو کورد وسلوالو ونیوه.