تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوریه کې د لسګونو کسانو وژل کېدل
ترکیه وايي، د سوریې شمال ختیځ ته په عفرین ښار کې د موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.
د سوریې پوله کې د تورکیې د هاتیه والي وايي، له لاس بمونو ډک د تېلو ټانکر ته په مارکېټ کې چاودنه ور کړل شوې ده.
نوموړی او د ترکیې دفاع وزارت د وای پي جي په نوم کورد وسلوال په دې برید تورنوي.
دوی دا هم وايي چې دا ډله په تورکیه کې له کورد وسلوالو ډلو سره تړاو لري.
د سوریې عفرین ښار د ترک ځواکونو او د دوی ملاتړو سوریایانو له خوا اداره کېږي چې د بشار اسد مخالف دي.
پر ۲۰۱۸ کال دوی په ګډو عملیاتو کې د سوریې د کورد ولس د خوندیتوب یونټونه یا وای پي جي وسلوال له دې ښار او شاوخوا سیمو و اېستل.
د ترکیې حکومت دا ډله له پي کې کې یا کوردستان کاګر ګوند سره په تړاو تورنوي، چې خپله تورکیه، امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي.
مګر وای پي جي- چې سوریه کې یې اسلامي دولت ته ماتې ور کولو کې پر امریکا تکیا کوله- له پي کې کې سره تړاو ردوي او وايي، دوی جلا ډله ده.
برتانیا کې د سوریې د انساني حقونو څارډله وايي، د تېلو ټانکر د دوشنبې ورځې په ماسپښین د عفرین ښار په مرکزي سیمه سوک علي کې د ځايي حکومت دفترونو ته نږدې کې په پرانیستي مارکېټ کې چاودلی دی.
دا مارکېټ تر روژه ماتي مخکې ګړیو کې د سودا لپاره پرانیستی وي.
د پېښې د ځای انځورونو کې غوړسکه لوګی پورته کېږي او له ګاډي او د خوراکتوکو ټپرۍ(غرفې) په اور سوځي.
د ترکیې دفاع وزارت وايي، دې برید کې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ټول ولسي وګړي وژل شوي او ۴۷ نور ټپي شوي دي.
دا وزارت له څه اسنادو برابرولو پرته ټوېټ کې وايي: "د انسانیت دوښمنې پي کې کې/ وای پي جي یو ځل بیا په عفرین کې بې ګنا ولس په نښه کړ".
د سوریې د انساني حقونو څارډله وايي، څلوېښت ولسي وګړي او د ترکیې ملاتړي د سوریې د حکومت مخالف شپږ وسلوال پکې وژل شوي دي.
د سوریې ولسي دفاع په نوم ډله چې ژغورونکي یې په سپین خولیو مشهور دي دا پېښه "بوږنوونکې ډلوژنه" بولي او وايي ۴۲ کسان وژل شوي دي.
دوی دا برید د سوریې د خلکو په تابوت کې یوه بله زیاتونه بولي او د ژوند او بې ګنا خلکو د خوندیتوب لپاره د نړیوالې مداخلې غوښتنه کوي.
تراوسه وای پي جې په دې تړاو څه نه دي ويلي.