تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ او بایډن پر یو بل د فساد تورونه ولګول
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د نومبر ۳ ولسمشرۍ ټاکنو د ډیموکراټ ګوند نوماند او سیال یې جو بایډن دویمه او وروستۍ مناظره کې پر یوه بل د فساد تورونه ولګول.
جمهوریپال ولسمشر او ډیموکراټ سیال یې دې مناظره کې پر کورونا، اقلیمي بدلون، امریکا کې پر توکمپالنه، روغتیايي سیستم او د بهرني سیاست اړوند نورو مسلو هم وغږېدل.
ولسمشر ټرمپ جو بایډن او د هغه د زوی هانټر بایډن اقتصادي فعالیتونو او د دې اړوند جنجالونو یادولو سره وویل، چې ښاغلي بایډن له روسیې پیسې اخیستې دي.
ولسمشر ټرمپ دا هم وویل، چې د ناټو غړي هېوادونه یې له روسیې د خوندیتوب لپاره د پیسو ټولولو ته راضي کړل:
"له روسیې سره په معامله کې له ما بل څوک ډېر سخت نه دی."
د ولسمشر ټرمپ په خبره، جو بایډن امریکايي خلکو ته په اوکراین او روسیه کې د خپل زوی هانټر بایډن د معاملو په هکله وضاحت نه دی ورکړی.
ولسمشر ټرمپ دې مناظره کې ځانګړی مېلمه توني بوبولينسکي هم درلود چې وايي، له دې مخکې یې د جو بایډن له زوی هانټر بایډن سره ګډې اقتصادي چارې درلودې او د ښاغلي هانټر په هکله ځینې جنجالي رپوټونه تاییدولی شي.
د بایډن ځواب
خو مقابل کې ډیموکراټ سیال جو بایډن وویل، هیڅکله یې هم له کوم بهرني ځواک پیسې نه ي ترلاسه کړې.
نوموړي ولسمشر ټرمپ په چین کې د پټ بانکي حساب په لرلو تورن کړ.
هغه دا هم وویل، چې ولسمشر ټرمپ د امریکا په ځای چین ته ډېره مالیه ورکړې ده.
ښاغلي بایډن دا هم وویل، چې د مالیې خپل سندونه یې خپاره کړي او په مقابل کې یې پر ډونلډ ټرمپ نیوکه وکړه چې د ماليې ورکولو رپوټ نه خپروي.
د نوموړي په خبره، زوی یې اوکراین کې کومه بې قانوني نه ده کړې، بلکې دا ټرمپ و چې غوښتل یې د هانټر پرضد د اوکراین ولسمشر وکاروي، خو د همدې هڅو له امله له استیضاح سره مخ شو.
د دوه لکه شل زرو امریکایانو د مرګ مسوول
امریکا کې کورونا وبا او ور سره د ولسمشر ټرمپ چلن هم د مناظرې مهمه برخه و.
ښاغلي بایډن وویل: "دوه لکه شل زره امریکایان وژل شوي دي."
نوموړي له کورونا سره د ولسمشر ټرمپ پر چلن او دې دریځ چې کورونا ژر ختمېږي له نیوکې سره وویل: "څوک چې د دې ټولو امریکایانو د مرګ مسوول دی باید ولسمشر نه شي."
مقابل کې ولسمشر ټرمپ له کورونا سره د خپل حکومت د چلن دفاع وکړه او ویې ویل څو اونیو کې به واکسین ته لاسرسي پیدا شي.
خو د نوموړي دا څرګندونې د امریکا د یوه مهم روغتیايي چارواکي له څرګندونو سره ټکر کې دي چې وايي، ښايي تر پسرلي پورې د کورونا واکسین تایید او ووېشل شي.
خو ښاغلي ټرمپ د خبرو بله برخه کې دا هم زیاته کړه که څه هم امکان یې شته خو دا تضمین نشي کولی چې کورونا واکسین څو اونیو کې ووېشل شي.
نوموړي زیاته کړه، خبره یې داسې نه وه چې کورونا ژر ختمېږي بلکې ویلي یې دي چې خلک دا زده کوي چې څنګه له کورونا سره جوړ راشي او ژوند وکړي.
ښاغلي بایډن غبرګون کې وویل: دا زده کوو چې څنګه کورونا سره ژوند وکړو؟ دا زده کوو چې څنګه ومرو؟
له هر بل کس لږ توکمپال یم
د مناظرې بله برخه کې جو بایډن وویل، امریکا کې توکمپالنه بنسټیزه شوې او تورپوستې کورنۍ باید تل دا اندېښنه ولري چې د پولیسو تاوتریخوالي کې یې پر بچیانو څه راځي.
نوموړي د ډونلډ ټرمپ ولسمشرۍ کې د توکمیز تاوتریخوالي پر ډېرېدلو هم نیوکه وکړه.
خو ځواب کې ولسمشر ټرمپ وویل، له بل هر چا لږ توکمپال دی.
هغه وویل د ولسمشر ابراهام لېنکلن له واکمنۍ راهیسې د ده په څېر بل کوم ولسمشر تور پوستو ته دومره کار نه دی کړی.
امریکا کې د ابراهام لېنکلن واکمنۍ کې غلامي ختمه شوه.
مناظره څنګه وه؟
د ولسمشر ټرمپ او جو بایډن دا دویمه او وروستۍ مناظره ۹۰ دقیقې وه او د ټنسي ایالت په نشویل کې تر سره شوه.
د مناظرې کوربه د اېن بي سي تلوېزون و او خبریال کرېسټن وېلکر یې ویاندي کوله.
دواړه لومړۍ مناظره کې د یو بل خبرو کې ور لوېدل چې له ډېرو نیوکه سره مخ شول.
خو اوسنۍ مناظره کې د ځواب لپاره هر یوه ته دوه دوه دقیقې وخت ور کول کېده او د هر یوه د خبرو وار پر مهال مایک یې روښانېده او د سیال مایک یې خاموشېده.
همدا وه چې مناظره ارمه تر سره شوه او یو بل ته یې د خبرو اجازه ور کوله.