د جو بایډن خبرداری: داسې ډېر څه شته، چې باید اندېښنه ورته وشي

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسشمرۍ ټاکنو لپاره دیموکرات نوماند جو بایډن پر ولسمشر ټرمپ نیوکې کړې، چې د ده په وینا د کورونا خطر یې به اهمیته بللی. ښاغلی بایډن وايي: ''داسې ډېر څه شته چې باید په هکله یې اندېښنه وشي. ''

ښاغلي بایډن دا خبرې له هغه وروسته کړې، چې ولسمشر ټرمپ امریکایانو ته وویل، له کوویډ - ۱۹ دې نه ډارېږي.

په روغتون کې نوموړی له درې شپو تېرولو وروسته سپینې ماڼۍ ته ستون شوی، خو درملنه به یې روانه وي.

ولسمشر چې اوس هم له ساري ناروغي نه دی ښه شوی، د تصویرونو اخیستو پر مهال د سپینې ماڼۍ په بالکون کې ماسک له مخه لېرې کړ.

بل لور ته داسې حال کې چې ولسمشر له روغتونه وتلی، ډاکتران یې وايي، ښايي 'هغه په بشپړه توګه له سختۍ نه وي وتلی. '

د فلوریډا په میامي کې د دوشنبې پر شپه د خبرو په مهال ښاغلي بایډن وویل، 'خوښ ' دی چې ولسمشر په ښه کېدو ښکاري.

خو د نوموړي په وینا:

''زه هیله من وم، چې ولسمشر به له دې حالته له تېرېدو وروسته امریکایانو ته سمه خبره وکړي، چې ماسک مهم دی. خو ما چې څه واوریدل هغه دا چې یو ټویټ و چې وايي، د دې هر څه په هکله ډېره اندېښنه مه کوئ. ''

ټرمپ له روغتون د وتلو پرمهال: 'له کورونا مه وېرېږئ'

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې د کورونا وېروس له کبله روغتون کې بستر شوی و، له روغتون وتلی او سپینې ماڼۍ ته ستون شوی، خو لا یې هم درملنه روانه ده.

نوموړی درې ورځې مخکې روغتون کې بستر شوی و، خو هغه مهال یې ژمنه کړې وه چې خپلو ټاکنیزو منډو ترړو ته به ژر ستون شي.

ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د عکس اخیستو لپاره له خپلې خولې ماسک لیرې کړ.

د نوموړي ډاکټر وايي، سپینه ماڼۍ کې به هم د ولسمشر ټرمپ درملنې ته دوام ورکړي.

په تېرو څو ورځو کې د ښاغلي ټرمپ د دفتر ګڼو کارمنانو او مرستیالانو هم د کورونا وېروس پایلې مثبتې ثابتې شوې.

ټرمپ مخکې پر ټوېټر لیکلي وو "له کورونا مه وېرېږئ. مه یې پرېږدئ چې ستاسې پر ژوند واکمنه شي، د ټرمپ په واکمنۍ کې ځینې درمل موږ جوړ کړل. د تېرو ۲۰ کلونو پرتله اوس ښه احساس لرم."

د امریکا جانز هاپکنېز پوهنتون د شمېرو له مخې، په امریکا کې تر ۷٫۴ ډېر کسان په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او کابو ۲۱۰ زره مړه شوي دي.

خو لاهم د ټرمپ د ناروغۍ د خطر په اړه پوښتې شته؛ ځکه چې په سپینه ماڼۍ کې د کورونا وېروس د خپرېدو د اصلي کچې په اړه کره معلومات لا نه دي روښانه شوي.

د دوشنبې په ورځ د ټرمپ معالجو ډاکټرانو خبریالانو ته د ټرمپ د روغتیايي وضعیت په اړه له نورو جزییاتو ورکولو ډډه وکړه، خو ویې ویل چې هغه ښه دی او له روغتون تر وتلو مخکې به درمل ورکړل شي.

ټرمپ داسې مهال له روغتون وتلی چې د سپينې ماڼۍ کارمنانو کې د کورونا وېروس نوې پېښې هم ثبت شوې دي.

ازموینو موندلې چې د ټرمپ ۱۲ نژدې کسان او کارکوونکي هم په کورونا وېروس اخته شوي.

د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۲۶مه سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ غونډې ته ګڼ هغه کسان ورغلي وو، چې اوس یې د کورونا وېروس د ازموینو پایلې مثبتې ثابتې شوې دي.

سپینې ماڼۍ د ټرمپ د پایلې تر مثبت ثابتېدا وروسته په کورونا د اخته مامورینو شمېر نه دی اعلان کړی.

د ټرمپ ډاکټران څه وايي؟

د سپینې ماڼۍ یوه ډاکټر شان کونلي ویلي، ټرمپ "لاهم له خطري حالت په بشپړه توګه نه دی وتلی"، خو طبي ډله سلا شوې چې هغه کور ته ستنېدلی شي.

د ټرمپ ډاکټر د هغو پوښتنو له ځوابولو ډډه کړې چې ایا د ټرمپ د کورونا وېروس د ازموینې پایله به کله منفي وخېږي.

کونلي ویلي، ټرمپ لاهم سټرویډ ډیکسامیتازون خوري.

کله چې له هغه وپوښتل شول، ایا ټاکنیز کمپاین ته به د ټرمپ تګ خوندي وي؟ کونلي یې په ځواب کې وویل چې "وبه ګورو."