ایران ته ویل شوي، د بې درکه امریکايي کورنۍ ته دې څه باندې یو میلیارد ډالر ورکړي

رابرټ لیونسن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ۲۰۱۱ کال د رابرټ لیونسن کورنۍ ته د هغه تصویرونه استول شوي وو.
د خپرېدو وخت

یوه امریکايي قاضي ایران ته امر کړی، چې د امریکا فدرالي څېړنېزې ادارې ایف بي ای یوه مخکیني کارکوونکي کورنۍ ته د تاوان په توګه یو اعشاریه پنځه څلوېښت میلیارده ډالره ورکړي.

رابرټ لیونسن ۲۰۰۷ کال کې دغه هېواد ته له یوه سفر وروسته تري تم شوی و.

ایران حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو مخکې یې تل د نوموړي ځای ځایګي او وضعیت په تړاو بې خبري څرګنده کړې ده.

امریکا حکومت او د ښاغلي لیونسن کورنۍ باوري دي، چې نوموړی په ایراني توقیف کې مړ شوی دی.

دوی د واشنګټن سیمې قاضي ټیموتهي کیلې پرېکړه 'دانصاف پر لوري لومړی ګام بللی. '

ښاغلی لیونسن د ۲۰۰۷ کال په مارچ کې خلیج کې کېش نومي ایراني ټاپو ته تللی و او له هغه وروسته بې درکه شو.

رابرټ لیونسن

د عکس سرچینه، FBI

د عکس تشریح، ایف بي ای د ښاغلي لیونسن په هکله د معلوماتو ورکوونکو لپاره پنځه میلیونه ډالره انعام ټاکل و

د امریکا حکومت په وینا نوموړي هلته د یو شمېر لویو شرکتونو په استازیتوب د شخصي څېړونکي په توګه کار کاوه، خو د امریکايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې نوموړی د سي ای اې لپاره په غیر رسمي سفر تللی و او په کېش کې یې له داود صلاح الدین نومي امریکايي فراري سره لیدلي و.

نوموړی وايي، ښاغلي لیونسن ورته ویلي و، چې خلیج کې د سګرېټو قاچاق په هکله څېړنه کوي او له لیدنې وروسته دوی ایراني امنیتي ځواکونو نیولي وو.

۲۰۱۱ کال کې په نارنجي کالیو کې د نوموړي تصویرونه کورنۍ ته رسېدلي وو او د امریکا هغه وخت بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن ویلي و، باوري ده چې نوموړی په 'سویل لوېدیځه اسیا کې چېرې دی. '

د سږ کال لومړیو کې بیا د ایف بي ای مشر کرسټوفر ورای د ښاغلي لیونسن کورنۍ ته وویل 'هغه تر ټولو باوري ثبوتونه چې موږ په تېرو ۱۳ کلونو کې راټول کړي، ډېر احتمال ښيي چې بوب په توقیف کې مړ شوی دی. '

ایراني چارواکو هغه مهال خپله پخوانۍ خبره تکرار کړه، چې دوی کوښښ کوي، د ښاغلي لیونسن په هکله معلومات راټول کړي، خو په وینا یې 'داسې هېڅ اشاره یې نه ده موندلې چې وښيي نوموړی ژوندی وي. '