تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له روغتونه په موټر کې د ولسمشر ټرمپ راوتلو ډاکټران او دیموکراتان غوسه کړي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یکشنبه ناوخته د لنډ ساعت لپاره په واشنګټن کې له روغتونه راووت او د موټرو په کتار کې د خپلو پلویانو له مخې تېر شو. خو قهرېدلي ډاکټران او د ولسمشر ټرمپ مخالفین وایي، نوموړی په کورونا وېروس اخته دی او په دې کار سره یې نورو خلکو ته هم ګواښ پېښ کړی.
که څه هم ولسمشر ټرمپ په موټر کې دننه ماسک تړلی و خو وېره شته چې هسې نه ورسره ناست د استخباراتو کسان یې په کورونا وېروس اخته کړي وي.
په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې ولسمشر ټرمپ د موټر شاته سیټ کې ناست دی، او مخې ته دوه کسان دي چې د کورونا وېروس ضد ځانګړي سپین کالي یې اغوستي دي.
ولسمشر ټرمپ پخپله ویلي، غوښتل یې له روغتونه را بهر شي او خپل مینه وال او "په وطن مین خلک" حیران کړي.
خو مخالفین یې نیوکه کوي چې ښاغلي ټرمپ دا سمبولیک کار یوازې د کامرو او انځورونو لپاره کړی او د قرنطین اصول یې مات کړي دي.
د دې پېښې په اړه مخالف غبرګونونه
د سپینې ماڼۍ ویاند جډ ډیري ویلي، طبي ډلې ولسمشر ټرمپ ته اجازه ورکړې وه چې له روغتونه بهر ووځي او دا چاره یې خوندي بللې وه.
د ولسمشر د دفتر رئیس مارک میډوز ویلي، ښاغلي ټرمپ سره یې خبرې کړې دي او د تېرې ورځې پرتله یې اوس وضعیت ښه شوی دی.
ښاغلی میډوز وایي، شونې ده چې ډاکټران ښاغلي ټرمپ ته اجازه ورکړي چې دوشنبه له روغتونه سپینې ماڼۍ ته ستون شي.
خو د ولسمشر ټرمپ د روغتیایي وضعیت په اړه اوس هم ځینې پوښتنې شته او ځینو کسانو په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.
خو کارپوهان وایي چې په موټر کې د ولسمشر ټرمپ دې لنډ سفر نور خلک په خطر کې اچولي دي.
د والټر ریډز طبي مرکز یوه ډاکتر جېمز فېلپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د ولسمشر مرمۍ ضد موټر کې د وېروس د خورېدو او د نورو کسانو پرې اخته کېدو شونتیا ډېره لوړه ده.
دیموکراتانو هم پر نوموړي نیوکې کړې دي او وایي، د امریکا خلک یو رښتینی مشر غواړي، نه داسې کس چې د عکسونو لپاره دا ډول چارې ترسره کوي.
د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین په اړه اندېښنې
له ډېرو سره اوس دا پوښتنه پیدا شوې چې د ولسمشر ټرمپ ناروغي به د نوموړي پر ټاکنیز کمپاین څه اغېز ولري.
ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې نومبر میاشتې پر درېیمه نېټه وشي، او ښاغلی ټرمپ به د خپل دیموکرات سیال جو بایډن سره مخامخ کېږي.
ولسمشر ټرمپ شنبه ناوخت په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي وو، ډېر ژر به کورونا وېروس ته ماتې ورکړي او خپل ټاکنیز کمپاین ته به ستون شي.
د نوموړي ټاکنیز سیال جو بایډن ویلي، ولسمشر ټرمپ باید له دې رووسته ماسک وکاروي او لاسونه ووینځي.
ډونلډ ټرمپ د تېرې جمعې پر ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه اعلان وکړ چې دی او مېرمن یې میلانیا ټرمپ په کورونا وېروس اخته شوي دي.
له هغه راهیسې د سپینې ماڼۍ د یو شمېر نورو کارکوونکو، د ولسمشر د سلاکارانو او د ځینو جمهوریت پالو سناتورانو د کورونا وېروس د معاینو پایلې هم مثبتې راختلې دي.