تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي کې د یکشنبې په ورځ د عمرې لومړی پړاو پیل شو
په سعودي عربستان کې د یکشنبې په ورځ سعودیانو او هلته استوګنو بهرنیانو ته د عمرې پیلولو اجازه ورکړل شوه. د کورونا وېروس له کبله په سعودي کې د محدودیتونو له امله اوه میاشتې عمره بنده وه.
په لومړي پړاو کې به د مکې حرم ته شپږو زرو کسانو ته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي او هره اونۍ به دا شمېر زیاتېږي.
له عمره کوونکو غوښتل شوي چې ماسکونه وتړي او ټولنیز واټن مراعات کړي. په ورځ کې به مکي حرم لس ځلې پاکېږي.
سعودي د نومبر میاشتې لومړیو کې له هېواده د بهرنیو عمره کوونکو د ورتګ لړۍ پیلوي.
تېره میاشت، د سعودي رسمي خبري اژانس "واس" وویل، د عمرې ادا کولو لپاره د اجازې ورکول به په څلورو پړاوونو کې بشپړېږي.
په پام کې ده چې لومړی پړاو د اکتوبر میاشتې پر ۱۸مه پیل شي او ۷۵ سلنه عمره کوونکو ته به اجازه ورکول کېږي چې ۱۵ زره کسان کېږي.
د نومبر میاشتې پیلېدو سره به، سعودي د ځینو مشخصو هېوادونو عمره کوونکو ته هم اجازه ورکړي چې ټول به ۲۰ زره عمره کوونکو شي.
تېر کال د عمره کوونکو کسانو شمېر ۱۹ میلیونو ته رسېدلی و، خو دغه هېواد په تېره مارچ میاشت کې د کورونا وېروس له امله پر عمره بندیز ولګاوه.