هندۍ محکمې د بابري جومات ویجاړولو قضیه کې ۳۲ کسان بې ګناه وبلل

د عکس سرچینه، Getty Images
په هند کې یوې ځانګړې محکمې ۱۹۹۲ کال کې د یوه تاریخي جومات ورانولو قضیه کې د واکمن ګوند ځینې مشران بې ګناه وبلل.
پخواني مرستیال لومړي وزیر ایل کي اډواني، او بهارتیه جنتا ګوند مشرانو ایم ایم جوشي او اوما بهارتي انکار کاوه چې په ایودیا ښارګوټي کې یې د هندوانو ډلې د ۱۶ پېړۍ بابري جومات نړولو ته لمسولې دي.
د جومات ورانولو له هغې پېښې وروسته تاوتریخوالي کې نژدې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي وو.
د چارشنبې پر ورځ محکمې د ټولو ۴۹ تورنو کسانو له ډلې ۳۲ بې ګناه وبلل او له دې ډلې ۱۷ کسان د محاکمې بهیر کې مړه شوي دي.

محکمه وايي، داسې کافي ثبوتونه نه شته، چې وښيي د جومات ورانول پلان شوي وو.
د هندوانو ډلو د جومات ورانولو پر مهال ادعا کوله چې دغه جومات د دوی د رام معبد پر ځای جوړ شوی چې د دوی په باور معبود رام په ایودیا کې زېږېدلی و.
له دې یو کال مخکې هند محکمې د لس کلن قانوني جنګ په پای کې د بابري جومات ځمکه هندوانو ته وسپارله او مسلمانانو ته یې په ایودیا کې د جومات ودانولو لپاره د ځمکې یوه بله ټوټه ورکړه.
اګست کې لومړي وزیر نرېندرا مودي د هندوانو لپاره پر همدې ځای د معبد ودانولو بنسټ ډبره کېښوده.
دا د هغې ژمنې پوره کول و، چې د نوموړي بي جي پي ګوند کړې وه او په پراخه کچه د دغه ګوند سخت دریځه هندو توکمپالنې لپاره سمبولیکه شېبه بلل کېده.
د ال انډیا مسلم پرسونل لا بورډ منتظمین وايي، دوی به ستره محکمه کې استناف غوښتنه وکړي. د دغه تنظیم مدافع وکیل ظفریاب جیلاني بي بي سي ته وویل:
''هلته پولیس چارواکي وو، حکومتي افسران وو او مهم ژورنالیستان وو، چې عیني شاهدان وو، د دوی شهادتونو سره به څه کېږي؟ یا خو باید محکمې ویلي وای، چې دې ټولو خلکو دروغ ویلي. ''

د عکس سرچینه، AFP
ډېری سیاستوال په دې اند دي، چې دې پرېکړې سره به د هند نژدې ۲۰۰ میلیونه مسلمان لږکۍ کې د نارضایتي او څنډې ته کېدو احساس زیات شي.
اپوزیسیون مشرانو او ځینې سیاسي مبصرینو دغه پرېکړه غندلې ده.
پر هغه ورځ دا هر څه د ښي اړخه هندو تنظیمونو چې د هغه وخت اپوزیسیون ګوند بي جي پي هم پکې شامل و، له لوري د مذهبي مراسمو په توګه پیل شوي وو.
دوی له ډېره وخته ویل چې د بابري جومات پر ځای به د هندوانو معبد ودانوي.
دې ډلو پر هغه ورځ ویل، د جومات پر ځای راټولېدل به یوازې سمبولیکه بڼه ولري، مذهبي مراسم به ترسره کړي او جومات ته به زیان نه رسوي.
د بي بي سي خبریال مارک ټولي چې دا هر څه یې لیدلي، لیکي چې ښايي د نژدې ۱۵۰ زرو کسانو غونډه به وه، چې د بي جي پي او ځینې ښي اړخه ګوندونو مشرانو ویناوې یې اورېدې.
ښاغلی اډواني او ښاغلی جوشي چې وروسته د بي جي پي حکومت مهم کسان شول، هلته وو، بیا زرګونه ځوانان چې تبرونه، چټکونه او اوسپنیزې کوتکې ورسره وې، هغو پولیسو لور ته ورغلل چې د جومات ساتنې لپاره ولاړ وو، د جومات بام ته وختل، د مرکزي ګومبتې پر ورانولو یې پیل وکړ او ډېر ژر یې جومات له ځمکې سره برابر کړ.




















