د خاشقجي کوزدنه: د سعودي قضايي حکمونه 'پر عدالت ملنډې' وهل دي

د خپرېدو وخت

د سعودي رسمي خبري رسنۍ وايي، د سعودي عربستان یوې محکمې په ۲۰۱۸ کال د سعودي خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې د پنځو تورنو کسانو د اعدام سزا پر زندان اړولې ده.

څارنوالانو ویلي، محکمې تورن کسان وروسته تر هغه په ۲۰ کلونو بند محکوم کړل، چې د خاشقجي کورنۍ هغوی وبښل، خو د جمال خاشقجي کوزدنې ویلي د محکمې دا حکم "پر عدالت پورې ملنډې" وهل دي.

خاشقجي د ترکیې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه د سعودي څارګرو په لاس ووژل شو.

د سعودي قضا د ۲۰۱۹ کال په ډیسمبر میاشت کې د خاشقجي د وژنې قضیه کې پنځه کسان په اعدام محکوم کړي وو، خو دغه کسان د وليعهد محمد بن سلمان نژدې کسان وو او وروسته خوشي شول.

درې نور کسان د "جرم پټولو او له قانون د سرغړونې" په تورن په ۲۴ کلونو بند محکوم شول.

خو د خاشقجي کورنۍ ویلي، د دغو تورنو کسانو د بښلو هوډ یې کړی.

د سعودي یوې محکمې او څارنوالانو د خاشقجي په وژنه کې ۱۱ کسان تورن کړي او محکمې ته سپارل شوي وو.

خو دغه محاکمه د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې اګنیس کالامارډ له خوا رد شوه او هغې وویل چې خاشقجي په لوی لاس وژل شوی او مسئولیت یې نېغ په نېغه د سعودي حکومت ته ورګرځي.

کالامارډ ویلي، داسې باوري ثبوتونه شته چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په ګډون لوړپوړي چارواکي مسئول دي.

خو ولیعهد دا تور رد کړی، خو دوه پخواني مرستیالان یې په ترکیه کې په غیاب کې محاکمه شول.

ترکیې پر ۱۸ نورو سعودیانو د دغه قتل تور هم لګولی دی.

خاشقجي څنګه ووژل شو؟

۵۹ کلن خاشقجي په ۲۰۱۷ کال امریکا ته تبعید کړل شو، د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر پر دویمه ترکیه کې د سعودي کونسلګرۍ ته ورغی چې له ترکۍ کوزدنې خدیجه چنګیز سره د واده اړوند اسناد ترلاسه کړي.

د کونسلګرۍ د ننه له ثبت شویو غږونو، چې ترکي استخباراتو ثبت کړي، ښکاري چې په هماغه ورځ خاشقجي په "وحشیانه" ډول وژل شوی دی.

خو د سعودي څارنوالان وايي، هغه په لوی لاس نه دی وژل شوی.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، د خاشقجي د وژلو امر استانبول ته د سعودي د "مذاکراتي ټیم" د مشر له خوا ورکړل شوی، چې لومړی "قناعت" ورکړي، که ونه شو له "زور" دې کار واخیستل شي.

ویل کېږي خاشقجي له لفظي شخړې وروسته تړل شوی، بیا د نشې پیچکارۍ ورکړل شوې چې د مړینې لامل یې شوې ده.

وروسته یې مړی ټوټې ټوټې شوی او له کونسلګرۍ د باندې یوه "همکار" کس ته ورکړل شوی چې وروسته یې د مړي هېڅ څرک ونه لګېد.

ځینو ترکي څارنوالانو ویلي، کونسلګرۍ ته تر ننوتلو وروسته سم لاسي خاشقجي زندۍ شوی او مړی یې ټوټې ټوټې شوی دی.

ولې احکام بدل شول؟

په تېره مې میاشت کې، د خاشقجي زوی صلاح او وروڼو وویل "هغه کسان بخښو چې زموږ پلار یې وژلی، له خدایه یې اجر غواړو".

د دوشنبې په ورځ د سعودي څارنوالۍ وویل، د ریاض د جنایتونو اړوندې محکمې په دې قضیه کې پنځه تور په تېره جنورۍ میاشت کې په ۲۰ کلونو بند او درې نور تورن په ۷ او ۱۰ کلونو بند محکوم کړي دي.

سرچینه وايي، دا حکمونه وروستي دي او جنايي محکمه اوس تړل شوې ده.

د خاشقجي کوزدې خدیجې چنګیز ویلي "مخکې له دې چې نړۍ د جمال د وژنې مسئول کسان وپېژني، سعودي چارواکو دا قضیه تړلې ده، چا پلان ورته جوړ کړی و، چا عملي کړ او د هغه مړی څه شو؟ دا مهمې پوښتنې لاهم بې ځوابه پاتې دي."