تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بن سلمان کاناډا کې د پخواني سعودي څارګر چارواکي د وژلو په هڅه تورن شوی
د سعودي عربستان د استخباراتو یوه پخواني چارواکي چې کاناډا کې اوسېږي، یوې امریکایۍ محکمې ته عریضه کړې او وايي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان کاناډا ته د ده د وژلو لپاره یوه ډله استولې وه.
د ډاکټر سعد الجبري د وژلو هڅه په ترکیه کې د سعودي مخالف خبریال جمال خاشقجي تر وژل کېدا څو ورځې وروسته شوې ده.
الجبري مخکني ولیعهد محمد بن نایف ته نژدې کس او د سعودي عربستان د استخباراتو پخوانی چارواکی دی چې له څه باندې درېیو کولنو راهیسې په کاناډا کې په ټینګو امنیتي تدابیرو کې اوسېږي.
ویل شوي چې د نوموړي د وژلو هڅه ځکه ناکامه شوه چې د کاناډا امنیتي کسانو د تورنټو پر هوايي ډګر هېواد ته د وژونکې سعودي ډلې پر غړو کاناډا ته د ننوتلو شک وکړ.
۶۱ کلن الجبر د سعودي او برتانیا استخباراتو (ایم ای ۶) او نورو لوېدیځو استخباراتو ترمنځ د پله رول لوباوه.
ادعا کې څه دي؟
د سعودي ولیعهد پرضد دې ۱۰۶ مخه ادعا کې، چې لاهم واشنګټن کې یوه محکمه یې د کره کولو هڅه کوي، راغلي چې محمد بن سلمان د الجبري د وژلو هڅه ځکه کړې چې هغه د سعودي نظام پرضد څه ونه وايي.
الجبري وايي، دی په "ډېرو حساسو" معلومات خبر دی. په افشا شویو اسنادو کې راغلي، په دې معلوماتو کې د "فریق النمور" یا پړانګانو ډلې په اړه له اسلامه د اوښتو کسانو د څارنې او د فساد د تورونو په ګډون ګڼې نورې مسلې هم شته.
د اسنادو له مخې، پړانګانو ډلې په ۲۰۱۸ کال استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه د جمال خاشقجي وژنه کې هم ګډون درلود.
الجبري په ۲۰۱۷ کال د سعودي له خوا د ځینو شتمنو شهزادګانو او سوداګرو د نیولو له لړۍ پیلېدا یوه شپه مخکې له سعودي هغه مهال ترکیې او بیا کاناډا ته وتښتېد.
الجبري وايي بن سلمان څو ځله سعودي ته د ده د ستنولو هڅه کړې ده، ان تر دې چې شخصي پیغامونه یې ورته استولي او ورته ویلي یې وو چې "موږ به خامخا ځان در ورسوو."
الجبري زیاتويو د خاشقجي تر وژل کېدو څه کم دوې اونۍ وروسته د "پړانګانو ډله" کاناډا ته د ده د وژلو لپاره ورغلې وه او د هغې ډلې یو کس هم پکې و چې د خاشقجي بدن یې ټوټې - ټوټې کړی و او په بکس کې یې د عدلي طب اړوند ځینې وسایل هم ورسره وو.
خو د کاناډا امنیتي کسان پرې شکمن شول او له پوښتنو ګروېږنو وروسته یې کاناډا ته د دوی د ننوتلو مخه ونیوه.
په دعوه کې راغلي چې "بن سلمان په اصل کې شمالي امریکا ته د الجبري د وژلو لپاره یوه ډله استولې وه".
د سعودي حکومت د دغو تورونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د کاناډا د عمومي امنیتي چارو وزیر بیل بلیر ویلي، په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي خو وايي د کاناډا حکومت "پوهېده چې بهرني څارن د کاناډا ځینو وګړو او یا په دې هېواد کې د ځینو بهرنیانو لپاره ګواښ و".
په تېره مې میاشت کې بي بي سي ته ویل شوي وو چې د الجبري مشر زوی خالد ویلي چې د الجبري بچیان د "یرغمل شویو" په څېر توقیف شوي دي.
الجبري څوک دی؟
الجبري څو کاله د سعودي د پخواني ولیعهد شهزاده محمد بن نایف ښی مټ و چې لوېدیځ ورته په سعودي کې د القاعدې شبکې د ځپلو له کبله درناوی درلود.
نوموړی د سعودي استخبارتي ادارې او د امریکا، برتانیا، کاناډا، استرالیا او نیوزیلنډ د څارګرو بنسټونو ترمنځ د پله په څېر رول درلود.
الجبري ارام سړی دی چې له ادنبره پوهنتون یې په مصنوعي ذکاوت کې دوکتورا کړې ده.
نوموړي د سعودي په حکومت کې پر ځینو مهمو څوکیو کار کړی دی.
په ۲۰۱۵ کال د اوسني پاچا سلمان د ورور پاچا عبدالله له مړینې وروسته هرڅه بدل شول، چې بیا وروسته سلمان پاچا او زوی یې محمد، چې بې تجربې سړی او دفاع وزیر و، ولیعهد وټاکل شو.
دوه کاله وروسته محمد بن سلمان د خپل پلار په همکارۍ کودتا وکړه او د هغه وخت ولیعهد محمد بن نایف یې له ولیعهدۍ لیرې کړ.
بن نایف تر اوسه د سعودي په توقیف کې دی او ملکیتونه یې ضبط شوي او چا چې کورنیو چارو وزارت کې کار ورسره کړی و، له دندو وشړل شول.