تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر اعدام د محکومو کسانو وروستۍ خبرې او وروستي خواړه
د امریکا په متحده ایالتونو کې د اعدام سزا پر سېسټم د ښه پوهېدلو لپاره انځور اخیستونکې جېکې بلک د هغو خوړو انځورونه چمتو کړي چې زندانیانو یې له اعدام وړاندې غوښتنه کړې ده.
جېکي بلک وايي هغه خواړه به څنګه وي چې تاسې ته په داسې یو جرم له اعدام وړاندې را وړل کېږي چې ښايي تاسې کړی وي او یا مو نه وي کړی.
"که مو دا خواړه مخې ته اېښي وي نو ښايي وکولی شو دا تجربه احساس کړو، ښايي موږ د عدلي سېسټم پر وړاندې د لاملونو او ( په جرم کې ) د ښکېلتیا په اړه وپوښتو "
دا وايي ښايي موږ له محکوم کس سره د خواخوږۍ احساس کړو.
مېرمن بلک دغه راز د اعدام شویو کسانو په اړه ځینې مالومات هم را غونډ کړي لکه د بندیانو د بند موده، مسلک او د دوی وروستۍ خبرې.
ډیویډ واین سکوټر
د اعدام نیټه:
اصلاحي مرکز کې تېره کړې موده: اته کاله
مسلک: د لویو ماشینونو چلوونکی/ ترکاڼ
وروستۍ خبره: زه ستاسې عزیزانو له لاسه ورکولو له امله خواشینی یم، خو ما هیڅوک نه دي وژلي.
ویلیم پرنس ډيوېس
د اعدام نېټه: ۱۹۹۹ د سپتمبر ۱۴
اصلاحي مرکز کې تېره کړې موده: اووه کاله
مسلک: د ودانیو د چتونو جوړوونکی
وروستۍ خبره: زه خپلې کورنۍ ته وایم چې زه د هغه درد او بدمرغۍ له امله چې زما د کړنو په پایله کې تاسې ته رسېدلی روحا او قلبا بښنه غواړم. له هغو ټولو سړیو مننه کوم چې د څو کلونو په اوږدو کې یې د مرګ پر دې لاره ماته مینه راکړې ده.
زه هیله لرم چې زما د جسد په وقف کولو سره به زما د بدن ځینې غړي له نورو سره د مرستې لپاره وکارول شي. زما ټولې خبرې همدا دي، هو رښتیا غواړم په پای کې ووایم چې هغه کاوبایانو سره څه وشول؟
ګېرالډ لي میچل
د اعدام نېټه: د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر ۲۲
اصلاحي مرکز کې تېر کړی وخت: لس کاله
وروستۍ خبره : د هغه درد له امله چې ما رسولی بښنه غواړم. بښنه غواړم چې له تاسې مې ژوند اخیستی. له خدایه غواړم چې موږ، تاسې وبښي. پوهیږم چې دا ډېره سخته ده خو د خپلو کړنو له امله بښنه غواړم.
خپلې کورنۍ ته وایم چې له هر یو سره مینه لرم، پیاوړي اوسئ، زما مینه به تل له تاسې سره وي.
رابرټ انتونې میډن
د اعدام نېټه: ۱۹۹۷ کال د مۍ ۲۸
اصلاحي مرکز کې تېره کړې موده: ۱۲ کاله
مسلک پخوونکی
وروستۍ خبره: له لاسه ورکړل شویو کسانو او تاسې ته د درد رسېدلو له امله بښنه غواړم. خو ما دا خلک نه دي وژلي. هیله لرم چې موږ ټول د ځان او یو له بله یو څه زده کړو او دا زده کړو چې څنګه د کرکې او غچ اخیستلو لړۍ پای ته ورسوو او د دې ارزونه وکړو چې په رښتیا په دې نړۍ کې څه پېښيږي.
زه ټولو هغو کسانو ته بښنه کوم چې په دې بهیر کې ښکیل وو، هغه بهیر چې ښکاري ناسم وو.
جیمز بیتارډ
د اعدام نېټه: ۱۹۹۹ د اکتوبر نهمه.
اصلاحي مرکز کې تېره کړې موده: ۱۵ کاله
مسلک: د موټرسایکل مستري
د جېمز له محاکمې وروسته اصلي شاهد له خپلې شاهدۍ واوښت او د بندیانو د خوشي کولو د بورډ درې غړو هغه ته د بښلو سپارښتنه وکړه.
وروستۍ وینا: زه غواړم د هغې مینې یادونه وکړم چې ما ته مې کورنۍ را کړې وه. هیچا زما په څېر ښه کورنۍ نه لرله. ما د نړۍ تر ټولو ښه مور او پلار لرل. ما ډېر ښه ژوند درلود داسې چې بل هیچا نه درلود.
امریکا داسې یو ځای ته رسېدلې چې هلته انسانیت ته هیڅ درناوی نه کېږي. زما مرګ د یوې لویې ناروغۍ یوه نښه ده. یو وخت به راشي چې حکومت را ویښ شي او د نورو هېوادونو له ویجاړولو او د بې ګناه ماشومانو له وژلو لاس واخلي.
د ایران، کیوبا او عراق په څېر پر نورو هېوادونو لګیدلي بندیزونه او کلابندي د نړۍ د بدلون لپاره هیڅ ګټه نه لري دا یوازې بې ګناه ماشومانو ته زیان رسوي.
یوه له هغو محدودو لارو چې حقیقت مالوموي او خلک پرې پوهیږي چې څه روان دي، دا ده چې موږ څومره د رسنیو د ازادۍ ملاتړ کوو. زما له نظره رسنۍ د خپلې ازادۍ لپاره لاس او پښې وهي.