د روغتیا نړیوال سازمان: د موسم له بدلون سره کورونا وبا نه ختمېږي

د روغتیا نړیوال سازمان

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په اوسني دوبي کې په شمالي نیمه کوره کې د کورونا وېروس وبا په هکله باید له بې پروايي کولو ډډه وشي. دغه اداره وايي، کورونا وېروس د والګي غوندې نه دی چې له موسمونو سره سم چلند کوي.

په جینیوا کې یوې ویډیويي غونډې ته وینا کې د دغې ادارې مارګریټ هاریس وویل:

''خلک اوس هم د موسم په هکله فکر کوي، خو موږ ټول باید پوه شو چې دا نوی وېروس دی، څرنګوالی یې هم له نورو بېل دی. ''

هارس وايي، د ډېرو خلکو یو ځای کېدل د وېروس خپرېدو سبب کېږي او له همدې کبله باید د وېروس کابو کولو چارې کلکې وڅارل شي.

نوموړې زیاتوي:

''دا وېروس یوه لویه څپه ده، ډېرې لوړې ژورې به پکې راشي، غوره دا ده چې دا وېروس له منځه یوړل شي. ''

جرمنيانو ته د اسپانیا ځینې سیمو ته د نه ورتګ لارښوونه

جرمني اسپانیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارواکو له جرمن سیلانیانو غوښتي چې د سیل لپاره د اسپانیا دریو سیمو ته له تلو ډډه وکړي.

په جرمني کې د رابرټ کوچ انسټیټوټ ادارې مشر وايي، په هېواد کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو ډېرېدونکي شمېر 'سخت اندېښمن ' کړی دی.

لوتار وایلر وايي:

''موږ د وبا ډېرېدو وضعیت په منځنۍ کچه کې یو. ''

د نوموړي په خبره جرمنیان 'بې پروايي 'کوي او په وینا یې خلک باید ماسک وکارووي، ټولنیز واټن پلی کړي او د خوندیتوب ټولو اقداماتو ته پاملرنه وکړي.

د جرمن چارواکو دغه خبرداری داسې مهال دی چې په ډېری اروپايي هېوادونو کې د دوبنیو رخصتیو ترڅنګ د وبا ډېرېدو خطر هم په زیاتېدو دی.

جرمني حکومت د سې شنبې پر ورځ د اسپانیا اراګون، کاتالونیا او ناوارا سیمو سفر کوونکو لپاره هم خبرداری خپور کړ، چې دا وروستیو کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو شمېر پکې ډېر شوی دی.

د سې شنبې پر ورځ جرمني کې د کوویډ-نولس، ۶۳۰ نويناورغان ثبت شوي دي. د ار کي ای مسوولین په کار ځایونو او مېلمستیاوو کې ټولنیز واټن ته نه پاملرنه د دې لامل بولي.

هند

د عکس سرچینه، ANI

د عکس تشریح، د اعلی وزیر وزیر شیو راج سینګ چوهان د کابینې یو وزیر هم په روغتون کې بستري دی

هلته د هند مدهیه پردېش ایالت کې اعلی وزیر شیو راج سینګ چوهان د روغتون له بستره د ایالتي کابینې غونډې مشري وکړه.

نوموړی پر کورونا وېروس له اخته کېدو وروسته د بهوپال ښار په چرایو روغتون کې بستري دی.

د نوموړي کابینې یو وزیر اروند بهدوریا هم پر کورونا له اخته کېدو وروسته روغتون کې بستري دی.

بل لور ته الامارات هوايي شرکت د نړیوال هوايي سفر باوري کولو لپاره د کوویډ-۱۹ بیمه پالیسي اعلان کړې. د یادونې ده چې د کورونا وېروس له کبله نړیوال هوايي سفر کوونکو شمېر لږ شوی دی.

الامارات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، الامارات وايي، د نهه زره کارکوونکو دندې ختموي

الامارات لومړنی هوايي شرکت دی، چې وايي، که د سفر بهیر کې کوم مسافر پر کورونا اخته شي، وړیا درملنه به یې کوي، د هوټل قرنطین لګښت به یې پرې کوي او ان که څوک مړه شي د کفن - دفن لګښت به یې هم دغه هوايي شرکت ورکوي.

د دغه شرکت چارواکو د روانې میاشتې په لومړیو کې بي بي سي ته ویلي و، چې د نهه زره کارکوونکو دندې ختموي.

د کورونا اړوند پیغام له کبله د ټرمپ جونیر پر حساب بندیز

ډونلډ ټرمپ جونیر

د عکس سرچینه، Getty Images

ټویټر د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د زوی ډونلډ ټرمپ جونیر ټویټر حساب په موقت ډول تړلی دی.

دغه حساب د نوموړي له لوري د هغې ویډیو له خپرولو وروسته تړل شوی، چې پکې ویل شوي، ټویټر د کورونا وېروس په هکله ناسم معلومات خپاره کړي او له خپلو اصولو یې سر غړونه کړې ده.

نوموړی د هایډروکسي کلوروکوین نومي درملو په هکله په ویډیويي پیغام کې غږېدلی چې ولسمشر ټرمپ هم د کورونا پر ضد ګټور بللي دي، خو له پراخو څېړنو وروسته ویل شوي، چې دغه درمل د کورونا مخنیوي لپاره ګټور نه دي.

ټویټر

د عکس سرچینه، Twitter

ټویټر د ۱۲ ساعتونو لپاره په موقت ډول د ټرمپ جونیر حساب تړلی او یاده ویډیو یې لېرې کړې ده. په دې وخت کې ټرمپ جونیر کولای شي ټویټر براوز کړي او مخامخ پیغام ورته لېږلای شي.