پاکستانی خبریال څرنګه په رڼا ورځ له اسلام اباده وتښتول شو؟

د خپرېدو وخت

نامالومو وسله والو د سې شنبې پر ورځ‌ یو مشهور پاکستانی خبریال د پلازمېنې اسلام اباد له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې له تښتولو او څو ساعته وروسته بېرته خوشی کړ. د مطیع الله جان په نامه دغه خبریال پر پاکستاني پوځ د سختو نیوکو له کبله مشهور دی.

د نوموړي تښتول کېدو پېښې د یوه ویډیويي کلپ له خپرېدو وروسته پر خواله رسنیو د دغې پېښې لړ کې د پړې ګوته پاکستانیو څارګرو ادارو ته نیول شوې. وروسته یې د کورنۍ غړو له بي بي سي سره خبرو کې تایید کړه چې نوموړی کور ته ستون شوی او مورال یې لوړ دی.

له دې مخکې د جولای پر ۱۵مه د پاکستان سترې محکمې پر خواله رسنۍ ټویټر د قاضیانو پر ضد له (سپکاوي د ډکو خبرو) له کبله مطیع الله جان سپیناوي ته ورغوښتی و.

نن جولای ۲۲مه نوموړي محکمې ته په همدې قضیه کې د وړاندې کېدو پر مهال هڅه وکړه چې د تښتول کېدو په تړاو خبرې وکړي، خو پاکستاني قاضي القضات ګلزار احمد مطیع الله جان په دې هکله له خبرو منع کړ.‌ قاضي‌ مطیع الله جان ته وویل:

" تاسې خبرې مه کوئ، له تاسې به د محکمې سپکاوي په موضوع کې خبرې واورو".

د محاکمې په بهیر کې د سترې محکمې قاضیانو پوښتنه وکړه، چې ایا پرونۍ پېښه له روانې قضیې سره څه تړاو لري؟

ښاغلي جان د مدافع وکیل موندلو فرصت غوښتنه وکړه او په وینا یې د تښتول کېدو پېښه یې مخامخ د (محکمې سپکاوي) له قضیې سره تړلې ده.

نوموړي محکمې ته وویل، چې د پرونۍ پېښې له کبله نه دی توانیدلی د محکمې سپکاوي قضیې کې خپل سپيناوی چمتو کړي. نوموړي له محکمې وغوښتل چې د صافې او شفافې محاکمې فرصت ورکړل شي.

پاکستاني قاضي القضات نوموړي ته ډاډ ورکړ چې محاکمه به یې شفافه وي.

مطیع الله جان څنګه وتښتول شو؟

نوموړی خبریال د سې شنبې پر ورځ په رڼا ورځ په اسلام اباد کې د یوه ښځینه پوهنځي له مخې نژدې یو درځن وسلوالو کسانو په زور په یوه موټر کې کېناوه او له ځان سره یې نامالوم لور ته ولېږداوه.

د ښاغلي جان مېرمن د همدې پوهنځي کارکوونکې ده او هلته د مېرمن له رسولو وروسته د یوه امبولانس په ګډون یو شمېر ګاډي چې پر ځینو د پولیسو نښانونه هم ټومبلي وو، د نوموړي تر موټر راوګرځېدل او پکې ناستو سړیو ښاغلی جان په زور له خپل ګاډي ښکته کړ.

د پوهنځي په ودانۍ کې لګېدلې امنیتي کامرې دغه ټوله صحنه ثبت کړه او له پېښې لږ وروسته دغه ویډیويي کلپ پر خواله رسنیو لاس پر لاس شو. د اسلام اباد عالي محکمې سملاسي امنیتي چارواکو ته امر وکړ، چې نن (چهارشنبه) له مطیع الله جان سره او یا له هغه پرته محکمې ته وړاندې شي او د دغې پېښې سپیناوی وکړي.

پر حکومت هم هغه مهال فشار ولیدل شو چې د پاکستان اطلاعاتو وزیر شبلي فراز په یوه خبري غونډه کې ومنله چې ښاغلی جان (تښتول شوی) او موندل یې د حکومت مسوولیت دی.

د بشري حقونو لپاره پاکستانۍ وزیرې شیرین مزاري هم په یوه ټویټر پیغام کې دا پېښه ( ډېره خواشینوونکې) وبلله او په وینا یې د اسلام اباد پولیسو له مشر سره غږېدلې ده.

پر پاکستاني رسنیو، چې معمولاً د داسې خبرونو خپرولو کې ټکنۍ وي، داسې حال کې چې په پیل کې د خبر سانسور ځینې هڅې وشوې، بالاخره دا خبر د بحثونو موضوع شوه. مهشور مدافع وکیل سلمان اکرم راجا ډان ټلویزیون ته وویل:

"د غیر جمهوري قوتونو برلاسی باید پای ته ورسېږي، ځکه دا د هېواد لپاره ډېر ځله په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې د شاتګ لامل شوی".