پاکستان: د ۱۹ بې درکه کسانو له موندل کېدو وروسته د شیعه ټولنې پرلت پای ته ورسېد

د خپرېدو وخت

پاکستان کې د شیعه ټولنې غړیو د بې درکه کېدو پر ضد هغه پرلت چې ۱۳ ورځې وړاندې کراچۍ کې د دغه هېواد ولسمشر کور مخې ته پیل شوی وو د ۱۹ کسانو له موندل کېدو وروسته پای ته ورسېد.

د 'بې درکه شیعه ګانو غږ ' نومي تحریک مشر راشد رضوي وايي له دې ۱۹ کسانو نهه کسان خپلو کورونو ته رسېدلي دي، د ۱۰ نورو په تړاو ویل شوي چې بېلا بېلو قضیو کې نیول شوي دي، خو کورنیو ته یې د لیدو اجازه ورکړل شوې ده.

د پرلت کوونکو په وینا هغه ۱۷ کسان هم خوشي شوي چې د دغه پرلت بهیر کې امنیتي ځواکونو نیولي وو. ښاغلي رضوي د بي بي سي خبریال عماد خالق ته وویل:

''د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي په لارښوونه د سند له ګورنر عمران اسماعیل، فدرالي وزیرانو او یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره زموږ خبرې وشوې.''

ښاغلی رضوي وايي، دوی سره ژمنه شوې چې اته نور کسان به هم د شنبې پر ورځ کورونو ته ورسېږي، چې د نوموړي په وینا دې سره د کراچۍ په کچه د ۲۷ کسانو برخلیک د همدې پرلت پایله کې معلوم شوی دی.

له دې مخکې د روانې مې میاشتې پر شپږمه نېټه د کراچۍ ښار ختیځ کې د ځايي پولیسو یوه افسر عامر فاروقي د شیعه ګانو پرلت په تړاو وویل چې د فرقه ییزو وژنو په تړاو یې پنځه کسان نیولي دي.

دې کې شیعه خبریال مطلوب حسین هم شامل و، چې دا وروستیو کې له کراچۍ بې درکه شو. د ښاغلي فارقي په وینا پر نوموړي بهر کې د روزنې ترلاسه کولو او د هدفي وژنو لپاره 'بهرني همکار' ته د لیستونو ورکولو تورونه پورې شوي وو.

د بې درکه شیعه کسانو غږ تنظیم په خبره پاکستان کې ۸۰ شیعه ګان بې درکه وو چې ۴۱ یې د کراچۍ اوسېدونکي دي.

د ښاغلي رضوي په خبره دوی ته ډاډ ورکړل شوی چې د هېواد نورو برخو کې بې درکه شیعه ګان به هم ژر وموندل شي او د دې لپاره یوه کمېټه هم ګومارل شوې ده.

نوموړی وايي، د غږ پورته کولو په نتیجه کې د دوی له نمیایي ډېرې غوښتنې منل شوي نو ځکه د اوس لپاره د احتجاج پای ته رسولو پرېکړه وشوه.

نوموړی وايي، که د پاکستاني ولسمشر استازي، فدرالي وزیران او دولتي ادارې پر خپلو ژمنو ونه دریږي، د روژې پر ۲۱ لاریونونو کې به ټول هېواد کې پرلتونه هم وکړي.

د کراچۍ پرلت ۱۳ ورځې مخکې د کراچۍ بهادراباد سیمه کې د پاکستاني ولسمشر عارف علوي د شخصي کور مخې ته پیل شوی و، چې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.