'عرب شیخ لندن کې د خپل کور د اوبو ذخیرې په فرانسوي معدني اوبو ډکوي'

د خپرېدو وخت

'انډپنډنټ' ورځپانې د ابو ظبۍ د شیخ خلیفه بن زاید په اړه یو رپوټ خپورکړی چې وايي، په برتانیا کې د خپل کور د اوبو ذخیرې د فرانسې له وارداتي معدني اوبو ډکوي.

ورځپاڼه کاږي، دا مالومات یې له قضايي سرچینو ترلاسه کړي دي.

په رپوټ کې راغلي، چې شیخ خلیفه بن زاید د "ایفیان" په نامه له خپل شرکت معدني اوبه راوړي او په لندن کې د ۶۰ میلیون پونډو ارزښت لرونکي کور د اوبو په ذخیرو کې یې اچوي،‌ خو نوموړی دغه کور ته ډېر کم ورځي.

۷۱ کلن خلیفه زاید د مانچسټر سیټي لوبډلې د څښتن شیخ منصور مالک ناسکه ورور دی.

دا اسناد د شیخ خلیفه د شرکتونو د ګروپ او لانسر د ملکیتونو د شرکت ترمنځ پر یوې لانجې اوښتي دي، د شیخ خلیفه شرکت پر لانسر شرکت د جعلي فعالیت او تېر اېستلو تور لګوي، چې وايي په لندن کې یې د یوه ملکیت خپلولو لپاره ۳۲ میلیون پاونډه ورکړي دي.

خو لانسر بیا دا تورونه ردوي.

ورځپاڼه وايي، له فرانسې د معدني اوبو واردول د محکمې په ناستو کې چندان د پام وړ قضیه نه وه، ځکه دا د شمتنو کسانو په لوکس او لګښتي ژوند کې کم لګښت دی.

د 'انډپنډنټ' په وینا، شیخ خلیفه په لندن کې د ۵ میلیون پونډو په ارزښت یو بل کور هم لري چې شاوخوا یې پراخ چمنونه او باغونه دي، خو نوموړی دا کور د خپلو مرستیالانو او کارمنانو د استوګنې لپاره کوچنی ګاڼه، همدا وو چې په ګاونډ‌ کې یې د یوه بل کور د اخیستو هڅه وکړه.

ځینې نور اسناد ښيي چې شیخ خلیفه د ۳۰ میلیون پونډو په ارزښت د فرانسې 'کار' ښار ته څېرمه نور ملیکتونه هم لري، خو له هغو یې لاس اخیستی؛ ځکه چې د خپل هېواد له خوا یې هلته د ماڼۍ جوړولو اجازه ترلاسه نه کړای شوه.

میلیونونه امریکایان د اوبو د بېل پرې کولو وس نه لري

'ګارډین' ورځپاڼې د اوبو مسلې په تړاو دا هم ویلي، تر هغه وروسته چې د اوبو بیه ۸۰ سلنه لوړه شوه، میلیونونه امریکایان د اوبو د بېل پرې کولو وس نه لري.

د ورځپاڼې په وینا، د اوبو د بېل نه پرې کولو له امله له د میلیونونو عامو امریکایانو د اوبو نللیکې بندې شوې دي او ان ځینو ته دا ګواښ هم شوی که د اوبو بېلونه ورنه کړي، نو د کورونو ملکیتونه به ترې واخیستل شي.

د امریکا په ۱۲ ښارونو کې د ګارډن ورځپانې نظرپوښتنې په ډاګه کړې چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د اوبو او روغتیايي توکو بیې ۸۰ سلنه لوړې شوې وې،‌ چې له امله یې په ځینو ښارونو کې درېیمه برخه اوسېدونکي د اوبو د بېل په ورکولو نه توانېدل.

ګار‌ډین وايي، د اوبو د بیې په لوړېدو‍، د امریکا فلادلفیا کې په یادو کلونو کې د هغو بې وزلو وګړو شمېر په ډېرېدو دی، چې د کورونو د اوبو بېل نه شي پرې کولی او ان ځینې وخت دا بېل تر ۹۰۰ ډالرو هم رسېږي؛ ځکه چې د کورونا وېروس پرمهال د لاس او نورو توکو مینځلو لپاره ډېرې اوبه کارول کېږي او لګښت یې هم ورسره زیاتېږي.

په تېرو درېیو میاشتو کې هلته د کابو ۹ زرو کورنیو د اوبو د بندو شویو نللیکو د بېرته فعالولو پرېکړه وشوه.