جنرال مټېس: ډونلډ ټرمپ د امریکا ولس وېشل غواړي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د دفاع پخواني وزیر جنرال جېمز مټېس پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ نیوکه کړې ده چې په لوی لاس امریکایان سره وېشي او تاتریخوالي ته لمن وهي.
جنرال مټېس ویلي، پر دې خبره سخت غوسه دی چې د پولیسو په لاس د یو تورپوستی کس له وژل کېدو وروسته ولسمشر ټرمپ امریکا کې رامنځته شوی وضعیت سم نه دی کنترول کړی.
جورج فلویډ لس ورځې وړاندې د امریکا به مینياپولیس ښار کې وروسته ومړ چې د پولیسو یو افسر یې د نیولو پر مهال پر مرۍ ګونډه ور کېښوده.
له هماغه راهیسې د امریکا په ګڼو ښارونو او ان نوره نړۍ کې د دې وژنې پر ضد پراخ احتجاجونه روان دي، او په واشنګټن، نیویارک او ګڼو ښارونو کې تاوتریخوالی رامنځته شوی.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د احتجاجونو ختمولو لپاره به د امریکا پوځ ور غواړي.
خو جنرال مټېس پر ولسمشر ټرمپ تور لګولی چې له خپل واکه ناوړه ګټه اخلي.
د دې نیوکو په ځواب کې ولسمشر ټرمپ ویلي چې جنرال مټېس یې له دندې ګوښه کړی و.
ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:
"ما د ده مشري او ځینې نورې خبرې نه وې خوښې. نور ډېر خلک هم راسره موافق دي. ښه ده چې تللی دی".
د جنرال مټېس او ټرمپ اختلاف پخوانۍ ریښه لري:

د عکس سرچینه، AFP
جنرال مټېس په ۲۰۱۸ کال کې وروسته له هغه استعفا وکړه چې ولسمشر ټرمپ له سوریې د پوځ ایستلو پرېکړه وکړه.
د فاع دا پخوانی وزیر له هغه راهیسې غلی و، خو چارشنبه یې په اتلانتیک مجله کې د ولسمشر ټرمپ ادارې پر ضد لیکنه وکړه.
خو ولسمشر ټرمپ ویلي چې د جنرال مټېس دویم نوم (ګډوډي) و، او ده یې وروسته دا نوم په (لیوني سپي) ور بدل کړ.
د جنرال مټېس او ولسمشر ټرمپ دا ناندرۍ په داسې حال کې پیل شوې چې چارواکو پر هغو څلور واړو پولیس افسرانو تازه تورونه پورې کړل چې تور پوستي جورج فلویډ د نیول کېدو پر وخت د پېښې په ځای کې موجود وو.
ډېرېک چاوېن، هغه پولیس افسر چې د جورج فلویډ پر مرۍ یې ګونډه ور ایښې وه، په وژنه تور شوی، او ورسره درې نور افسران په وژنه کې په مرستې کولو تورن شوي.
د دې وژنې په غبرګون کې په امریکا کې را پارېدلي احتجاجونه تر ډېره ارامه وو، خو ځینو ښارونو کې تاوتریخوالی رامنځته شوی او ګرځبندیزونه لګول شوي دي.
د دفاع اوسنی وزیر هم له ولسمشر ټرمپ سره اختلاف لريک

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته د امریکا دفاع اوسني وزیر مارک اسپر هم ویلي، د جارج فلویډ د وژل کېدو پایله کې د پیل شویو احتجاجونو پای ته رسولو لپاره د پوځیانو ځای پر ځای کولو ملاتړ نه کوي.
د ښاغلي اسپر دا څرګندونې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغه ګواښه دوې ورځې وروسته مخې ته راغلې، چې د احتجاجونو ختمولو لپاره یې د پوځ کارولو په تړاو کړی و.
د امریکا په دفاع وزارت کې د خبرو پر مهال ښاغلي اسپر وویل:
''زه د بغاوت قانون پلي کولو ملاتړ نه کوم. د نظم پلي کولو رول لوبولو لپاره د پوځیانو لېږل باید تر ټولو وروستی اختیار وي او هغه هم په خورا سخت او بېړنیز وضعیت کې او موږ اوس داسې وضعیت ته نه یو رسېدلي. ''
د پخواني ولسمشر باراک اوباما په ګډون ګڼو نورو امریکایي سیاستوالو او چارواکو پر ولسمشر ټرمپ نیوکې کړې دي چې روان بحران یې مهار کړی نه دی ، بلکې په خپلو څرګندونو یې دا جنجال لا پسې ترینګلی کړی.




















