په خپل پخلنځي کې د نورې نړۍ د خوړو خوند واخلئ

Singapore street food stall

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بازار خواړه موندل ښايي اوس په ډېری سیمو کې و نه موندل شي، خو بدیل یې په خپل پخلنځي کې چمتو کېدای شي.
    • Author, ایوا اونتایوروس
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

هغو کسانو ته چې له خوړو او سفر سره مینه لري، ښه زیری دا دی چې اوس د قرنطین پر مهال ان د خپل کور له خوندي پخلنځي هم د بېلابېلو هېوادونو د خوړو خوند څکلی شي او د کلتورونو رنګونه محسوسولای شي.

د دې یوه غوره لار سبارناری یا سهارنۍ ناشته بلل کېږي.

که څه هم داسې کسان شته، چې د سباناري خوړل خوند نه ورکوي، خو ځینې بیا داسې هم شته، چې د ورځې په پیل کې له خوړو ډېر خوند اخلي.

A variety of chillies and other vegetables on a Mexican street market.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مکسیکو بازارونه تل له رنګ او خونده ډک وي.

ایملي ایلیسي هم له دغسې کسانو یوه ده، چې تر دریو کلونو پورې یې د بېلا بېلو هېوادونو د سباناري خوند څکلو لپاره سفرونه کړي دي.

نوموړي وايي، د سهار له خوړو د یوه هېواد د خلکو په اړه ډېر څه زده کولای شئ.

دا زیاتوي، هدف یې یوازې خواړه نه دي، بلکې د بېلا بېلو خلکو د سهارنۍ په هکله یې معلومات راټولول هدف دی.

دا وايي:

''د نورو خلکو غوندې سباناری پخول د هغو خلکو د ډېر شخصي وخت احساساتو معلومات درکوي او د نورو خلکو غوندې خوړو پخول د زرګونو کیلومتره لېرې اوسېدونکو خلکو په هکله معلومات درکوي. ''

Close up of green cardamom pods in a bowl, and a small wooden spoon.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو څه مصالحه د عادي خوړو رنګ او خوند بدلولی شي.

نوموړې د چین او سینګاپور خلکو د یو ډول شوروا یادونه کوي او وايي، د ماس هوني په نامه د مالدیپ اوسېدونکي یو ډول خواړه په سهارنۍ کې خوري، چې خورا خوندور دي:

''ښايي زړه ته مو و نه لوېږي چې تونه کبان او کوپره یا ناریل به ښه ګډوله نه وي، خو که یې له شنه مرچکي یا نارنج سره یو ځای کړئ، عجب خوند لري. ''

A metal glass holder containing six steaming glasses of Indian Chai

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ناشته کې مو یوه پیاله هندی چای د هند ذایقه دسترخوان ته راوړلای شي.

ایلي چې د خوړو په اړه لیکوالي کوي وايي، ځینې سیمې په دې ارزي چې یوازې د خوړو لپاره انسان ورشي.

دغسې خواړه په خپل پخلنځي کې پخول کټ مټ داسې احساس درکوي چې دې سیمو ته مو سفر کړی.

دا وايي، د مکسیکو سټي خلک د چیلکویل په نامه یو ډول خوندور خواړه لري چې د رومیانو په روب کې یې نغاړي او برسېره پرې یو ډول قیماق اچوي.

دغه راز په لبنان کې خلک په بخار سره پاخه شوي نخود له اوږې، مستو او د پسه لم په وازده کې پخوي او له وچې ډوډۍ سره یې خوري.

نوموړې د هوايي سیمې سیمین نومي خواړه یادوي چې اصلاً د چین، جاپان او فلپین د خلکو دود دی.

دا وايي: د ایتوپیا د خلکو ناشته یا سباناری مې هم ډېر خوښ شو، دوی هګۍ له بېلا بېلو مصالحو سره په کوچو کې پخوي، چې ډېر خوندور راځي.

هغه زیاتوي:

A camel caravan on the Sahara Desert

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خوندور خواړه او یو څه تصور مې مو د بېلا بېلوسیمو په سفر بیايي

''او په مرکزي اسیا، ایران او ترکیه کې یا د دې هېوادونو بهر مېشتو خلکو کې د سبانارۍ خوندور دود له غنمینې ډوډۍ سره د تازه پنیر، ممیزو، شاتو، وچې میوې استعمال مو ناشته لا خوندوره وي. ''

ایملي ایلیسي په ناشته کې د خوړو تر څنګ د څښاک په توګه د چایو ستاینه کوی، چې په وینا یې د سباناري خوند مو دوه برابره زیاتوي.

نوموړې د قطر، متحده عربي اماراتو د اوسېدونکو چای یادوي چې وچ او واړه شوي هیل او شیدې ورسره ګډوي.

دا وايي که غواړئ د عربي نړۍ همدې دودیز چای ته د ختیځې اسیا څه نا څه رنګ او خوند ورکړئ، مرکز شیدې ورسره یوځای کولای شئ، چې په وینا یې د بېلا بېلو کلتورونو رنګونه یو ځای کوي.

هندیان بیا همدې تور چای ته ادرک یا سونډ، زیره او نورې مصالحې ورګډوی چې ځانګړی رنګ او خوند خپلوي.

Beautiful Maldives beach, with white sand, turquoise seas and lush palm trees.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مالدیپ ته تګ ښايي شونی نه وي، خو د مالدیپ خلکو په څېر خوراک ګرانه چاره نه ده.

خو د دې تر څنګ هغه څښاک چې د سهار په ناشته کې د ډېرو لپاره بې ساری بلل کېږي، قهوه یا کافي ده، چې دا هم بېلا بېل نړیوال رنګونه او بڼې لري.

د ترکانو قهوه یا د کیوبا کافیسیتو یې غوره بېلګې دي. دلته هم بسنه یوازې پر همدې نه ده، بلکې کولای شئ د ایران د خلکو ګلابي چای تجربه کړئ یا د ارجنټاین د خلکو دودیز یربا خوند وڅکئ.