''خلک فکر کوي چې موږ د ناروغ د وژلو پیسې اخلو''

د عکس سرچینه، John Wright
د برتانیا براډفورډ سیمې په اسیايي ټولنه کې ځینې کسان داسې جعلي خبرونه خپروي چې ګواکې په ځايي روغتون کې هغه ناروغان مړه کېدو ته پرېښودل کېږي، چې سپین پوستي نه وي. د دغه روغتون د وېروس پېژندنې څانګې مشر د بي بي سي لپاره پر دې موضوع خپلو یاداشتونو کې کاږي، چې همکارانو یې له همدې کبله له سپکاوي ډک پیغامونه ترلاسه کړي دي.
نوموړی زیاتوي، په روغتونونو کې له خپلو خپلوانو د ناروغانو لېرې والی بهر ځینې جعلي خبرونه او ګنګوسې رامنځته کوي، چې وايي، دا یوازې په براډفورډ کې نه کېږي، بلکې په نورو ښارونو کې هم دا لړۍ روانه ده.
کله نا کله داسې ادعا کېږي چې د تور پوټکو، اسیایانو او ځینې نورو لږکیو کسانو د ډېرې مړینې لامل دا دی چې ګواکې د روغتون کارکوونکي ورسره د مرستې پر ځای دغه ناروغان په لوی لاس وژني.
دغه خبرې به طبعاً زموږ د مسلمانو همکارانو لپاره چې د روژې په سپیڅلې میاشت سره له دې چې روژه یې نیولې وي، تر ناوخته پورې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو درملنه هم کوي، لا ډېرې ځورونکې وي.
د جراحۍ عملیاتو لپاره د ناروغانو بیهوشۍ ماهرې سلاکارې فوزیه حیات د یوه داسې پیغام په هکله راته وویل، چې یوه ځايي ورانکار کس ورته استولی.
دا پیغام د نوموړې د مېړه له لوري د هغې ګنګوسې له ننګولو وروسته لېږل شوی و، چې تر اونیو پورې له یوه کسه بل ته رسېده.
جعلي خبر داسې و، چې ګواکې دغه روغتون کې خلک مړینې ته پرېښودل کېږي او د فوزیې مېړه ویلي و، چې د یاد روغتون د جدي پاملرنې په څانګه کې یې مېرمن کارکوونکې ده او هغه تاییدولای شي چې دا خبره دروغ ده.

د عکس سرچینه، Tom Lawton
له دې وروسته فوزیې ته ویډیويي پیغامونه ورسېدل، چې وايي، ډېری یې نه کتل، خو لږ تر لږه یوه ته یې په ځواب کې ولیکل:
''د هغو خبرو په هکله غور کوه، چې له نورو سره یې شریکوې، د موضوع پر ټولو اړخونو غور کوه، ښايي دغسې پیغامونو مو د نورو لپاره د اذیت او ازار لامل شي او یا ښايي روغتون ته د خلکو راتلو مخه ونیسئ. ''
هغې راته وویل، ''په ځینو پیغامونو کې راته لیکل شوي، چې د برتانیا عامې روغتیا ادارې (این ایچ ایس) کارکونکي د پیسو لپاره کار کوي، د مړینې پر اسنادو د کوویډ - ۱۹ لیکلو بدل کې پیسې ترلاسه کوي او داسې خبرې رښتیا ډېرې ځورونکې دي. ''
هغه زیاتوي، ''په دغه پیغام کې راته لیکل شوي، چې ډاکټران په زور له ځینو ناروغانو لاسلیکونه اخلي او دا چې کوویډ - ۱۹ ناروغي له سره شته نه، موږ یانې روغتیاپالان باید دغه سوداګري پرېږدو، بلکې د رښتینولۍ لپاره غږ پورته کړو، ځکه د پیغام په ټکو د انسانانو وژلو له کبله به د الله تعالی په عدالت کې محکوم شو او دا چې ژوند ډېر لنډ دی. ''
ډاکتره فوزیه وايي:
''زه او کورنۍ مې ټول روژې نیسو، عبادتونه کوو او دا خورا سخته ده چې په دغه حالت کې بیا دغسې پیغامونه هم راته استول کېږي. ''

د عکس سرچینه، John Wright
ډاکټره فوزیه وايي، د حیرانۍ خبره ورته دا وه، چې دغه پیغام ورته د سیمې یوه داسې کس استولی چې کامیاب کاروبار لري او له دغه کسه یې داسې هیڅ تمه نه وه. نوموړې وايي، ''د دغسې انسانانو په هکله فکر کوې چې معقول خلک دي، خو کله چې داسې خبرې ترې واورې، لا ډېر ورسره ځورېږې. ''
که څه هم زموږ خپله ډيټا ښيي چې په روغتون کې د سپین پوټکو او سویلي اسیايي ناروغانو د درملنې کچه په ورته توګه ښه ده، خو زموږ لپاره بیا د اندېښنې خبره دا ده چې دغسې ګنګوسې روغتون ته د خلکو راتلو مخه و نه نیسي، ځکه که داسې کېږي، دا به ځینو ناروغانو ته د ژوند په بیه تمام شي.
موږ ته په هېواد کې د دننه او بهرنیو شمېرو له مخې دا هم معلومه ده چې د کوویډ- ۱۹ له کبله د تور پوټکو او سویلي اسیايي ناروغانو د احتمالي مړینې خېر کچه لوړه ده او له همدې کبله دا نوره هم مهمه ده چې دغه ناروغان له خنډ او ځنډ پرته مناسبه درملنه ترلاسه کړي.
ډاکترې فوزیې دغه پیغام له پولیسو سره هم شریک کړی، خو په وینا یې د پیغام قانوني تعقیب پر ځای به د سیمې اوقافو ادارې مشر زلفي کریم له مشورې سره سم پر ځایي راډیو له لارې د عامه پوهاوي خپرولو لپاره له خلکو سره وغږیږي.



















