د مصر خوږژبی قاري محمد محمود الطبلاوي ومړ

الطبلاوي
د عکس تشریح، الطبلاوي په تلاوت کې ځانګړی سبک درلود، چې له کبله یې په مصر او اسلامي نړۍ کې ژر شهرت وموند.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

مصریانو د چارشنبې په ورځ په دې هېواد کې د خوږژبي قاري محمد محمود الطبلاوي جنازه وکړه. نوموړی د ۸۶ کلونو په عمر د تېرې سې شنبې په ورځ ومړ.‌

د الطبلاوي په جنازه کې د مصر مشهورو علماوو ګډون کړی و او هغه يې "په اسلامي امت کې د قرآن کریم یو خوږژبی قاري" بللی دی.

د الازهر شیخ احمد الطیب پر ټوېټر لیکلي، الطبلاوي په ټولنه کې لوړ مقام درلود "الطبلاوي د مسلمانانو په زړونو کې ځای نیولی و او هغه د قرآن د تلاوت په تاریخ کې یوه وتلې څېره وه."

پر ټوېټر د نوموړي پر مړینه ان په نا عربي هېوادونو کې هم دعاګانې شوې دي او هغه یې د یوه ځانګړي غږ لرونکي قاري په توګه یاد کړی دی.

شیخ طبلاوي څوک و؟

شیخ محمد محمود الطبلاوي د ۱۹۳۴ کال د نومبر پر ۱۴مه د مصر الجیزه کې پیدا شوی، خو په اصل کې د منوفیه ولایت و.

هغه په لس کلنۍ کې قرآن کریم حفظ (یاد) او تجوید زدکړ.

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ, 1

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای, 1

الطبلاوي هڅه کوله د مصر د مشهورو قاریانو په جلسو کې ګډون وکړي، هغوی ته غوږ شي او د تلاوت مهارت ترې زدکړي.

د مصر رادیو کې الطبلاوي تر ډېره تلاوت کاوه، چې په کور د ننه د شهرت یو لامل یې همدا و او د تېرې پېړۍ شپږمه لسیزه کې یې تلاوت د میلیونونو مسلمانانو کورونو کې اورېدل کېده.

الطبلاوي په تلاوت کې ځانګړی سبک درلود، چې له کبله یې په مصر او اسلامي نړۍ کې ژر شهرت وموند.

هغه ځینې دندې هم کړې ديو چې وروستۍ دنده یې په مصر کې د حافظانو (قاریانو) د ټولنې مشري وه.

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ, 2

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای, 2

الطبلاوي ګڼو هېوادونو ته سفرونه کړي او د چارواکو له خوا ستایل شوی هم دی.

مصري رسنیو ویلي، الطبلاوي اته زامن او پنځه لوڼې لري.

د هغه زوی محمد هم په تجوید کې یوه وتلې څېره ده او لمسۍ یې آیه په دیني ترانو ویلو کې نوم لري.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای